کور / سپورټي / کندهار:سټديم ترميم او د المپيک فدراسيون په واک کي ورکړل سو

کندهار:سټديم ترميم او د المپيک فدراسيون په واک کي ورکړل سو

په کندهار کي د غازي محمد ايوب خان ورزشي ستډيوم تر ترمېم وروسته لوبغاړو او المپيک فدراسيون ته په واک کي ورکول سو.
ياد سټيډيم چي د فټبال لوبغالي، کرکټ اکاډمۍ او والي بال لوبي د ميدان څخه برخمن دئ د چمن د ايښودني او شنه کېدني کار يې د کندهار ولايت مقام، ښاروالۍ رياست او المپيک فدراسيون په خاصه پاملرنه پيل سو چي د شپږو مياشتوپه موده کي بشپړ او د المپيک فدراسيون او کندهاري لوبغاړو په واک کي ورکړل سو . همدا رانګه د محمود کرزي له لوري هم په عينو مېنه کي د کرکيټ په موخه مځکه د جنوب لوېديځ زون د لوبغاړو د کرکيټ لوبي دپاره ورکړل سوه .