کور / شعر / رخه

رخه

رخه


ما ته ملا او چړي دواړو ويل


چي د ا پياله او ګلاب  نه دي رښتيا


دغه څو بيلګي د جنت دي ګوره


چي پرې غوليږې دغه ځواني هيلي


ته ترينه ځان ساته او ليري ګرځه !


له مودو وروسته  هغه ملا او چړي


را مخامخ شوه  ، بيا يې وپوښتله


لکه چي پرې دي ښودل ميو ګلاب


اوس به جنت کي دغه ټوله ګټې !


زما خندا راغله او و مي ويل


ای  د منبر او د محراب واعظه


زه خو د ميو او ګلابو سره


کرکه لرم نه يې غواړم   !


دا د جنت په هيله  کرکه نه ده


ما د ګلاب او دپيالې  نه تيښته


د هغي رخي پر بنياد ګټلې


چي مي د يار تر پوزي رسي ګلاب


او چي  يې پياله تر شونډو ورسيږي


د حسادت  په لمبو وسوځيږم


اوس د پيالې او د ګلابه  ځني کرکه لرم !