فرانسې ته د بن لادن نوی اخطار
اسوشیتیډ پریس لیکی چی الجزیره ټلویزیون وایی چی موږ ته د اسامه بن لادن نوې آډیو فیته رارسېدلې چی په هغه کی یې فرانسې ته اخطار ورکړی چی که فرانسه په افغانستان کی د امریکا تر مشرۍ لاندی جنګ کی برخمنه پاتیږی او هم د مسلمانو ښځو پر نقاب بندیز لګوی ، نو موږ به هم فرانسویان چی هر ځای په لاس راسی ، ووژنو .
بن لادن زیاتوی چی فرانسویان مسلمانی ښځی او کوچنیان وژنی او داسی اخطار یې ورکړ : « دا یوه ساده مسأله ده : که تاسی وژل کوﺉ ، نو وژل کیږﺉ به . »