بغلان: د کور نړېدو ښادي په غم واړوله
په بغلان ولايت کي د واده خوښي هغه مهال په غم واووښته، چي د واده پر ګډونوالو کور ونړېدئ.
د آزادۍ راډيو خبريال وايي په دې پېښه کي ٦٠ کسه مړه سوي او شاوخوا ٤٠ ټپيان دي، چي ډېرى قربانيان ښځي او ماشومان دي.
د بغلان چارواکي وايي سيمي ته يې د ژغورني ټيم لېږلى او ټپيان يې روغتون ته لېږدولي دي.
چارواکو د دې پېښي علت د کور زوړوالى په ګوته کړى دئ.