د لينا فدا تازه غازل

36 | اکتوبر 28th, 2010


دا چی ګیله کړم بی وفاغوندي یې
زما اشنا اوس نا اشنا غوندي یې
که مي هرڅوشې له نظره پنا
ځای می په زړه کي ددرزاغوندي یې
اوس مي لیموکې ته ځایږې چیرته
لکه د اوښکو وار خطا غوندي یې
دعشق بازارکي زړه قیمته اخلي
بیایې له نازه بې پروا غوندي یې
سپوږمۍ خنداخودي دیارغوندي ده
په زړه دردمنه به زما غوندي یې
سپوږمۍ دلرې راته ولي خاندې
لږه نږدې شه ته دچاغوندي یې
سپوږمۍ دچا کړې انتظاردلرې
لکه چې ته هم د فدا غوندي يې

Copyright Larawbar 2007-2024