کور / تازه خبرونه / وزیرستان:بې پیلوټه الوتکې درې بریدونو کې پنځلس کسان ووژل شو

وزیرستان:بې پیلوټه الوتکې درې بریدونو کې پنځلس کسان ووژل شو

د شمالي وزیرستان په بېلابېلو سېمو کې د تېرې ورځې راهسې په دریو جلا جلا بریدونو کې پنځلس کسان وژل شوي دي ـ د سېمې نه د تر لاسه شویو خبرونو له مخې ړومبې برید د میرعلي نه شل کیلو میټره لېرې د شین پونډ په کلي کې په یو کور ترسره شوې دی ، چې دوه کسان پکې وژل شوي دي ـ
دویم برید هم د ړومبي برید نه لږه شېبه روسته د دته خېل په سېمه کې ترسره شوې دی ، چې د دولتي سرچینو له مخې پکې پنځه وسله وال وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي ـ
د بې پیلوټه الوتکې دریم برید نن د پنجشنبې په ورځ سهر وختي د دته خېل په سېمه عیسه خېل کې ترسره شوی دی ، چې د سېمې د خلقو په وینا پکې اته کسان وژل شوي او یو شمیر نور ژوبل شوي دي ـ د برید روسته طالب ځواکونو سېمه په خپله ولقه کې اخیستې ده ـ
د سرچینو له مخې درې واړه بریدونه د پنجابي طالبانو په پټنځایونو ترسره شوي دي ، خو تر اوسه دا نه ده مالومه چې بریدونو کې وژل شوي کسان ځاي خلق دی او که د بهر نه دغې سېمې ته راغلي وسله وال دي ـ