کور / تازه خبرونه / په کابل کي ۴۷ ميله سپکه او درنه وسله ونيول سوه

په کابل کي ۴۷ ميله سپکه او درنه وسله ونيول سوه

د کابل امنيه قومندان دغه ښار ته دشمالي ولايتونو له لاري ٧٤ ميله ډول ډول سپکو وسلودراوړلو  په تور ددوتنودنيولو خبر ورکړ کومو چې په يوه لارۍ موټر کې په ډير ماهرانه ډول  ځاي پرځاي کړي وو .


 


يادو شوو وسلوسره يوه  ١٠٧ روسۍ مخابرې ،٢٢ صندوقه روسۍ دکلاشينکوف مرمۍاو پاتې ٧٢  ايراني ،عراقي ،هنګري روسي او چينايي کلاشينکوفونه ، دوه پيکاوي او  په سګلونو شاجورونه او نورچاوديدونکي توکي شامل وو .


 


پاسوال محمد سالم احساس په همدې  خاطر جوړې شوې خبرې ناستې ته دکب په دوهمه وويل چې ديادو شويو وسلو سره په تړاو يې دوه تنه چې يوموټر چلوونکي اوبل يي کلينر   ١٣کلن ماشوم دي تيره شپه درې بجې هغه مهال چې کابل ته دخيرخانې دکوتل له لارې راتلل  نيولي دي .


 


امنيه قوماندان وويل چې يادوشويو کسانو څخه يي په همدې خاطر پلټنې پيل کړي دي خو تراوسه معلومه نه ده چې دوي دغه وسلې چيرته وړلي .