کور / تازه خبرونه / ترکيه: چاودني ٢٢ تنه ټپيان کړل

ترکيه: چاودني ٢٢ تنه ټپيان کړل

د ترکيې حکومت وايي د هغي چاودني له امله ٢٢ تنه ټپيان سوي دي چي نن سهار پر ځايي وخت نهه بجې د تاکسيم په نوم پر يوه چوک باندي ترسره سوه.
چارواکي وايي چاونه د استنبول د نوي په يوه تر ټولو عصري سيمه کي سوې چي خورا ډېر بهرني سيلانيان ورته راځي.
په دې چاودنه کي اته تنه پوليس هم ټپيان سوي دي، چي تر اوسه يې چا مسئوليت پرغاړه نه دئ اخيستئ.
د امنيتي ادارو په وينا لومړني تحقيقات ښيي چي ياد سوې چاودنه يوه ځانمرګي ترسره کړې ده.
د استانبول پوليسو اوس تازه يو بل خبر هم خپور کړ، چي تر چاودني وروسته يې په شاوخوا سيمو کي څو نور بمونه هم کشف کړي دي.