کور / تازه خبرونه / یو برتانوﺉ او دوه امریکایی پوځیان ووژل سول

یو برتانوﺉ او دوه امریکایی پوځیان ووژل سول

د بی بی سي نړیواله څانګه خبر ورکوي چی طالبانو نن په هلمند ولایت کی یو برتانوﺉ عسکر وویشت او ځای پر ځای یې وواژه چی دا ۳۴۲م انګریز دی چی په افغانستان کی وژل کیږی .
د یو بل خبر له مخی چی پنتاګون ورکړ ، طالبانو د افغانستان په یحی خیلو کی یو امریکایی عسکر څلور ورځی مخکی ویشتلی او زخمی کړی و څو چی وړمه ورځ په جرمنی کی د امریکا په پوځی روغتون کی مړ سو . دوهم پوځی وړمه ورځ په کندهار کی هغه مهال ووژل سو چی زرهپوش یې د راکټ او مرمیو تر ګوزارونو لاندی راغی .
په دې سره د اکتوبر په میاشت کی د بهرنیو پوځیانو تلفات ۶۵ ته ورسېدل چی ۴۹ یې امریکایان دي .