کور / تازه خبرونه / کندهار : ناپېژاندو وسله والو يو تن وواژه

کندهار : ناپېژاندو وسله والو يو تن وواژه

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د دې ولايت په ارغنداو ولسوالۍ کي يو تن د ناپېژاندو وسله والو له لوري په ډزو ووژل سو . په خبرپاڼه کي راغلي چي ياد کس د دې ولسوالۍ اوسېدونکي و چي د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کي د صوفي نسوان د ليسې مخي ته ووژل سو او وژونکي د سيمي څخه پر تګ بريالي سوي . په خپرپاڼه کي همدا ډول يادونه سوي چي د وسله والو په ډزو کي يوه ماشومه هم ژوبل سوې .
همدا ډول په خبرپاڼه کي يادونه سوې چي افغان امنيتي ځواکونو د کندهار د اوومي امنيتي حوزې په مربوطاتو کي دوې کړۍ ماينونه او د ١٦ امنيتي حوزې په ساحه او د ارغنداؤ ولسوالۍ په چهارغلبې کلي کي له چاودېدونکو توکو ډکي ٦ داني شل کيلويي ډبي کشف او شنډي کړي دي