کور / تازه خبرونه / په افغانستان کی ۵۸ برتانوي پوځیان معیوب سوي دي

په افغانستان کی ۵۸ برتانوي پوځیان معیوب سوي دي

د انګلستان د دفاع وزارت د لومړي ځل لپاره په افغانستان کی د خپلو معیوبو پوځیانو تعداد اعلان کړ چی ۵۸ ته رسیږی . د دغو ۵۸ معیوبینو څخه ۵۵ یې تیر کال او سږ کال خپلې دواړی یا یوه پښه او یا هم دواړه لاسونه یا یو لاس بایللي دي چی نرینه او ښځینه دوړاه پکښی شامل دي . خبر زیاتوی چی ۳۴۱ پوځیانو خپل ژوند دلاسه ورکړی چی د دې څخه تر سلو زیات یې صرف په سنګین ولسوالي کی وژل سوي دي او د ۱۰۰۰ په شاوخوا کی هم زخمیان سوي دي .
امریکا او اروپایانو تر اوسه د خپلو معیوبو پوځیانو شمیر نه دی اعلان کړی او ښایی هغوی هم ژر د برتانې لاره تعقیب کړی .