کور / طنز / شوکر

شوکر

کله چې د ناتو مشر د کندهار په هوایي ډګر کې کښته شو لومړی په ګوندو شو او خاوره یې ښکل کړه.


عسکرو  چې خپل مشر جنرال ولید چې د افغانستان خاوره ښکلوی  هغوی هم  په ګونډو شول او مځکه يې ښکل کړه   د افغانستان د دفاع وزیر او ورسره کومندانانو او سرتیرو چې ددوی  دا اکر و  لید چې د افغانستان خاوره مچوی د هغوی   احساسات  هم وپاریدل او پړنګ پړنګ  په ژړا شول او هغو هم د  خاور و ښندل پر خپلو سر پیل کړل.


خبریال تعجب وکړاو د ناتو له مشر  جنرال نه يې وپوښتل:


آیا تاسو له ډیر درناوی نه دا افغاني خاوره ښکل کړه؟


هغه وویل : نه، نه،


– هغه په داسې حال کې چې ژبه يې په وچو شونډو تیرول وویل: که ته هم زما پر ځای وای دا کار دي کوی که په خير لکه زه دلته  ژوندی را رسیدلی وای.


په وزیر دفاع خولې را ماتي شوې