کور / تازه خبرونه / امريکا: د کانګرس منځني انتخابات جمهوري غوښتونکو وګټل

امريکا: د کانګرس منځني انتخابات جمهوري غوښتونکو وګټل

په امريکا کي د کانګرس د منځنۍ دورې انتخابات له واکمن ديموکرات ګوند څخه د جمهوري غوښتونکو ګوند وګټل.
د امريکا ږغ راډيو وايي جمهوري غوښتونکي ګوند په دې انتخاباتو کي د پام وړ پرمختګ کړى، د ولسي جرګې شپېته چوکۍ يې ګټلي دي، چي د کانګرس د مشرۍ دپاره يې تر اړتيا ٣٩ ډيري چوکۍ ترلاسه کړي دي.
راپور وايي ښايي د ديموکراتانو د دې ماتي علت د امريکا د خراب اقتصاد او د حکومت د لوړو مصارفو په مقابل کي د ولس د قهر او غوصې څرګندول وي.
د پرونيو انتخاباتو تر نتايجو وروسته معلومه سوې چي ديموکراتانو د کانګرس مشري له لاسه ورکړې او اوس به د کانګرس مشري د واکمن ګوند مخالفه ډله (جمهوري غوښتونکي) کوي چي د څېړونکو په وينا ښايي د اوباما پر کورنيو او بهرنيو پاليسيو باندي د پام وړ اثر وکړي.
جمهوريت غوښتونکي د افغانستان په هکله د باراک اوباما له پاليسۍ سره مخالف دي او وايي چي امريکا دي له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ايستلو د تدريجي پيل نېټه تر نامعلوم وخت پوري وځنډوي.
دوى نيوکه کوي چي په ٢٠١١ کال کي له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د وتلو د پيل اعلان طالبان زړور کړي دي او پر امريکايي عسکرو يې بريدونو ته زور ورکړى دئ.