کور / شعر / غزل/ خان زمان کاکړ

غزل/ خان زمان کاکړ

د سړيتوب پکي يوه وړه خبره نشته
په دې وطن کي د دستار سړي له سره نشته
په دې نظام کي کبيره ګناه ده فن او تخليق
په دې نظام کي خطاطي شته خو سندره نشته
داسي څوک چېري دي چي مات کړي د ذهنونو بتان
په دې لاسونو کي سره زر شته خو ډبره نشته
موږ له منبره وېرېدلي، له مندره تللي
اوس په ذهنونو کي مو ويره له سنګره نشته
زما د لفظ جادوګري زما دښمن هم مني
له ما به لاړ شي خو خلاصون مي له اثره نشته