کور / تازه خبرونه / زابل ته دوه سوه اته پنځوس روزل سوي پولېس وليږل سول

زابل ته دوه سوه اته پنځوس روزل سوي پولېس وليږل سول


دسويلي زون دروزنيزمركزڅخه ۲۵۸ تنوملي پولېسوته دفراغت اسناد ترلاسه اودزابل په دولسواليوكۍ په دنده وګمارل سول.


دغه شمېرپولېس دسويلي زون دوالسوليودپولېسودپرمختيايې پرګرام يا – پي، ډي، ډي ،له لړي څخه تردوې مياشتني روزنيزي دوري څخه فارغ سول .


دسويلي زون دروزنيزمركزقومندان جنرال نصرالله ظريفي لراوبرته وويل چې دهلمند،اوروزګان ،زابل اوكندهار ولايتونودوالسواليودپولېسودپرمختيايې پروګرام په لړكې به ديادوسويوولايتونودټولووالسواليوملي پولېس ترروزني لاندي ونيول سي .


دنومه وړي په ويناچې لمړي نوبت يې په دغه لړي كې زابل ته وركړي چې نن يې ددووالسواليولپاره ۲۵۸ تنه پولېس وروزل سول .


جنرال ظريفي يادونه وكړل چې روزل سوي پولېس به دقانون په پلې كولواوپه والسوليوكې دپرمختيايې پروژوپه پلي كولوكې مهم رول ترسره كړي .