کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ګاونډیان ( د نجيب منلي ليکنه )

ګاونډیان ( د نجيب منلي ليکنه )

نجیب منلی
د عقرب په ۹ ایراني خبری اژانس «مهر»، د ایران د باندینیو چارو د وزارت ویندوی، رامین مهمانپرست، له قوله ویلي دي چې ایران به په نېږدې راتلونکې کې د افغانستان د شپږو ګاونډیو او نورو ذیدخله هېوادونو په ګډون د افغانستان د حالاتو په اړه د یوې غونډې کوربه وي. په خبر کې راغلي چې افغانستان به هم په دې خبرو کې حاضر وي.
تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا خاص استازي، ریچارډ هالبروک، په یوه څرګندونه کې ویلي وو چې د افغانستان ستونزه د پاکستان له مرستې پرته نه شي حل کېدای او د افغانستان او پاکستان تاریخي اړیکو ته یې هم اشاره کړې وه.
پاکستاني چارواکي او ورسره تړلي مبصرین خو له هرې موقع استفاده کوي او وایي چې پاکستان باید د افغانستان د سولې په خبرو کې دخیل وي او د افغانستان د ستونزو او د کشمیر د لانجې تر منځ هم یوه ریښکۍ ورسره تړي.
اوس ټولې نړۍ منلې ده چې د افغانستان ستونزه د جنګ له لارې نه شي هوارېدلای. ټول په دې باور دي چې د افغانستان حکومت او د افغانستان د حکومت وسله وال مخالفین باید سره خبرو ته کښېني. یو خوا، بل خوا ځینې وړاندیني شرېونه هم مطرح کېږي چې د کتونکو په اند د سولې د خبرو له پاره خنډ جوړولای شي. د افغانستان حکومت په ښکاره د خبرو غوښتونکی دی او د دې چارې د سمبالولو له پاره یې یوه پراخه شورا هم جوړه کړې ده. مقابل لوری خو په ظاهره خبرو ته غاړه نه ږدي خو د پردې ترشا اړیکو په اړه ځینې شواهد په رسنیو کې خپرېږي.
د افغانانو له پاره د موضوع مرکزي ټکی دا دی چې د خبرو طرفونه کوم لوري دي؟ د افغانستان حکومت او وسله وال مخالفین باید طبعاً د خبرو په محور کې وي خو په څنګ کې ورسره نور لوري هم شته چې غواړي د خبرو په جریان کې خپل نقش ولوبوي یانې، که ښکاره یې ووایو، خپل اغیز وکاروي او خپلې ګټې خوندي کړي.
پاکستان له خپلې استخباراتي دستګاه سره ځان د افغانستان د وسله والو مخالفینو «ولي» ګڼي او لکه د روسانو په مقابل کې د جهاد پر مهال غواړي چې په ټولو نړۍوالو فورومونو کې د خبرو د اصلي لوري په حیث شامل وي. پاکستان حتی دې ته هم حاضر ښکاري چې د وسله والو مخالفینو پر ځای او د هغوی په نامه خبرې وکړي. د جنرال حمیدګل وروستنۍ ځرګندونې په دې اړه له مفهومه ډکې دي.
امریکا، د نړۍوال اېتلاف د سرلاري په حیث، د افغانستان د سولې موضوع ته د خپلو منافعو له زاویې ګوري او چارواکي یې وخت نا وخته د خبرو له پاره ځینې شرطونه ږدي او ځان ته حق ورکوي چې ووایي چې له چا سره خبرې کېدای شي او له چا سره نه شي کېدای.
روسیه، چې له منځنۍ اسیا سره یې فاصله ډېره شوې غوندې وه، د ناتو له نظامي بدمرغیو څخه په ګته اخیستلو بیا غواړي چې د افغانستان میدان ته راودانګي او په دې کار کې یې د ناتو ځینې مقامات ملاتړ هم کوي (چې امریکایي سرتېري په افغانستان کې وژل کېږي ولې روسي عسکر هم و نه وژل شي؟)
هند هم ځان ته د سیمې په کچه یو قدرت وایي او نه شي کولای چې د افغانستان له موضوع سره بې علاقې پاتې شي.
ایران له امریکې سره ستونزې لري خو د سیمه ییزې امپراتورۍ خوبونه یې لا نه دي هېر کړي او هر چېرې چې د نوک ایښودلو ځای مومي هڅه کوي چې سوک په کې کښېږدي.
تاجیکستان، ازبکستان، ترکمنستان او چین که څه هم له نظامي پلوه له افغانستان سره ډېره علاقه نه ښیي په سیمه کې خپلې اقتصادي او ستراتیژیکې ګټې لري.
د افغانستان پر سر د سیاسي تجارتونو له پاره بازار ښه ګرم دی، خو له بده مرغه د دې میدان اصلي لوبغاړي – د افغانستان حکومت – لا تراوسه خپل لوری لودن نه دی موندلی. ولسمشر کرزي څه موده وړاندې په ډاګه کړه چې له پاکستان سره خبرې روانې دي. د ایران په ناستې کې د افغانستان ګډون په دې مانا دی چې زموږ هېواد دا د ګاونډیو مسلم حق ګڼي چې زموږ په اړه اندېښنې ولري خو زموږ مشرانو لا دا نه ده څرګنده کړې چې د دوی په اند د ګاونډیو د اندېښنو حدود چېرته دي. غربي سیاستوال چې د افغانستان د سولې د خبرو له پاره شرطونه ږدي، د افغانستان حکومت ورته په چوپه خوله ځواب وایي.
که موږ غواړو چې خبرې وشي او خبرې یوې نتیجې ته ورسېږي نو افغانستان (حکومت، د سولې عالي شورا، پارلمان او مدني ټولنه) باید په یو غږ نړۍ ته دا جوته کړي چې خبره د افغانستان ده، خبرې د افغانانو تر منځ دي او هېڅ بل هېواد، که هر څومره نېږدې ملګری هم وي، حق نه لري چې د دې خبرو له پاره شرطونه کښېږدي. البته که څوک مرسته کوي، هغوی به هم د خپلی مرستې ساحه په مشخص ډول په ګوته کوي.
له حکومته خو داسې ښکاري چې ورخ اوبو وړی دی، وګورو چې د سولې عالي شورا څومره په وضاحت سره کولای شي چې د افغانستان غږ نړۍ ته ورسوي؟