دافغان حاجیانو ثواب یو پر دوه دی ( لومړۍ برخه)
لومړی برخه:
حج داسلام دمهمو پنځو فرایضو څخه یوه فریضه هم حج دی. افغان وسیان (غنیان) هم دنوری نړی دخلکو په څیر په دی فریضه کی برخه اخلی. خو کلونه کیږی چی کوم ښه میکانیزم د خلکو د سهولت او ارامتیا لپاره دحج وزارت لخوا وړاندی نشو. که ددوی دلیل داوي چی افغانستان دکړاوونو او ستونزو دیرش کلن بهیر لیدلی نو دا به دمنلو وړ ځکه نه وی چی په افغانستان کی د نوی حکومت لس کلنه دوره مخ په پوره کیدو دی. په لسو کلونو کی بلا کارونه کیږي. دطالبانوڅخه خو ګیله نشو کولای ځکه چی دیموکراتان وایی چی هغوی په مدیریت (منجمنت) نه پوهیدل. نو خبره دادی چی دا تاسی چی په منجمنت پوهیږی څه توره مو کړیدی. دامریکی بشپړ همایت لری. داداری سموونو (اصلاحاتو) کمیسون هر وخت په وزارتونو کی د تکنوکراتانومقرریدو دعوی کوی خو بیا هم نتیجه خره په خره دی. نه کوم ابتکار نه کوم نوی والی، هیڅ هم نه. بیا هم وزیر، معیننان خوښ دي چی ډیر پرمختګ شوی. وایی چی دتیرو کلونو په پرتله موږ دا ځل ډیر یر مختګ کړی . خو کوم پرمختګ؟ سږکال کوم نوی والی چی راغلی دی هغه:
الف: د کابل بانک سره قرارداد
ب: دزاړه ژبور غله (چکړی ) پر ځای یو نوی بل ګوندي او چپ (غلی) کس ځای پر ځای کول.
ج: شخصی اجنسیو ته دا ځل پروسیجر نور هم سختول
د. رسنیو ته په اوله اونی کی دا ښودل چی کارونه ټول ډیر په شفاف او ښه ډول روان دي او دکابل ښار په مختلفو برخو کی دڅو تجارتی اعلانونو لګول ترڅو نوی وزیر(نیازی) ټوله کاري وړتیا وځلوی
سږ کال دحج په مراسمو کی مهم چارواکی دنورو کلونو په څیر وجود لري. کړوخیل، د پژواک خبری اژانس مشر هم په دی مقدس سفر کی دی، رسنی هم ډیری دي نو له ټولو زی ربطو ډلو څخه دزړه له کومی هیله کوو چی خپل تشویشونه دمیډیا له لاری له خلکو سره شریک کړی که خدای سمی لاری ته وزارت سم کړيږ حیران پدی یم چی شمشاد تلویزیون ته حاجی کمپ په څو متری کی پروت دی خو بیا هم کوم خبریال نه لیږی چی هغه حالت وګوري او ملت او حکومت تری خبر کړي.
په دغه مضمون کی به زه د خپل وس مطابق، او هر هغه څه چی ما لیدلی له تاسی سره شریک کړم.
له لاندی ټکو یی پیلوو:
د ډیټابس نه شتون:
په دوه زرم لسم کال کی اوس هم د حج او او قافو وزارت د حجاجو دثبت نام لپاره له هغه پخوانی منول سیستم څخه استفاده کوی. په غټو، غټو کتابونو کی د حجاجو نومونه ثبتوي چی په لټولو یی ډیر زیات وخت لګیږی او هم کومه مشخصه، منظمه، او دقیق تصویر نشی وړاندی کولای. دمنظم ډیټابس جوړښت به وکولای شی حاجیانو ته پورا اندازه سهولت ورکړي. هر حاجی ته به خپله خاصه شمیره ورکولای شي تر څو دهفی له لاری د خپل پرواز، تګ، راتګ اندازه په انټرنیټ کی لیدلی ولګوی.افغان حکومت باندی دنړیوالی ټولنی یو انتقاد دادی چی خپله انکشافی بودجه نشی مصرفولای. نو څنګه به انکشافی بودجه مصرف شی چی په چل یی نه پوهیږی. یو ښه ډیټابس به ولایتونو ترمنځ د مالوماتو هماهنګی لپاره ډیر همکار ثابت شی.
د یوه منظم کاری مهال ویش نه درلودل:
دنورو ملکونو دحج بهیر داسی دی چی ټول هغه کسان چی دبیت الله شریف دزیارت اراده لري نو دتګ ، بیرته راتګ، او دپرواز دنمبر په باره کی منظم مالومات ورکول کیږي. دتګ را تګ نیټه ورته په سر کی ویل کیږي. په دی توګه زایرین خپل ټول کارونه منظمولای شی. د بیځایه ځور او روحی تکلیف نه په امان وي. خپله ټوله توجه یی د حج پاکو مناسوکو داداکولو لپاره اختصاص کړی وي. حاجی په دی اړه هیڅ کومه اندیښنه نه لري چی په تلویزیون کی به یی دولایت، پرواز خبرتیا څه وخت خپریږي.
شکایتونو ته درسیدګی د یوه منظم مر کز نه درلودل:
حاجیان به د مامورینو، معلمانو، دپروازونو، په سعودی عربستان کی د سعودی مسولینو له رویی( کیدای شی)، او یا هلته د هوټل او نورو اړینو موضوعاتو په اړه شکایت لري نو مجبوردي چی یوی مرجع ته شکایت وکړي. نو دهمدی لپاره باید یوه مرجع شتون ولري تر څو شکایت واوري او دحل لار یی ولټوي. په حال کی داسی کومه مرجع شتون نلري او ټول شکایت یواځی او یواځی خدای ته کیږي.
د معلوماتو د یوه منظم مرکز نه درلودل:
زیاتره حجاج سپین ږیری دی. ددفتری پروسیچر په باره کی کم مالومات لری، مجبور دی کوم خپل او خپلوان باید له ځان سره په تکلیف کړی. او بیا دا بل چی یی ځان سره ملګری کړی ترڅو ورسره مرسته وکړی هغه هم نه پوهیږي چی له کومه یی شروع کړي. څو قطعه عکسونه په کار دي؟ دتذکری څو کاپیانی لازمی دي؟ چا او چاته په مکتوبونو باندی دامضا اخیستلو لپاره لاړشي؟ داسنادو کاپیانی باید رنګه وي اوکه ساده؟ زه خپله شاهد یم چی د حج او اوقافو ریاست کی ولاړ وم ترڅو ټول اسناد د اخری برسی لپاره وسپارم او دکتاب داخیستلو لپاره ورڅخه رسید واخلم او دجماعت لپاره تری مالومات واخلم چی کوم ځای کی به ماته دحج دمناسکو په باره کی مالومات را کول کیږي. نو هلته یو څو وردګ ورونه هم ولاړ و چی د پوهنی وزارت په سهمیه کی معرفی شوی و. کله یی چی وار (نمبر) راورسید نو ورته وویل شول چی د تذکری رنګه او ساده کاپی راوړی. کله چی هغه په کاپی پسی ځی خپل مهم اسناد ورڅخه د حج او اوقافود ریاست دمامور په میز پاتی شول. کله یی چی بیا وار راغی نو بیا ورته وویل شول چی عکسونه دی کم دي. کله چی بیا په عکسونو پسی لاړ او فوری عکسونه یی و اخیستل، راغی په قطار کی ودرید. وار یی چی راورسید نو ورته ویی ویل چی اوس تاسره د بانک درسید کاپی کمه دی. نو بیا لاړ شه او بله کاپی راوړه. نو څو مشکله منځ ته راغلل:
الف: دنورو خلکووخت نیول
ب: د مشتری (دزیارت کوونکی) لپاره خورا زیات تکلیف
ج: د مشتری (دزیارت کوونکی) لپاره سرخوږی ځکه چی زمونږ خلک کله چی پتلون والا ووینی نو بیا لاره تری ورکه وي ځکه هغه که روغ پښتون هم وي نو بیا په پښتو نه پوهیږي او مامور صیب بیا په بله ژبه غږیږي.
د: د مشتری زړه توروالی له پاکو مناسکو څخه
حل:
الف: دمالوماتی بروشر(رسالی) طراحی او ډیزاین: داسی بروشر دی، په ټولو مهمو ژبو چی خبری کوونکی یی ډیر وي برابرول تر څو خلک بی له ستونزو وکولای شی خپل کارونه شروع او مخکی یی بوزی
ب: د یو مالوماتی مرکز جوړول ترڅود خلکو سوالونو ته ځواب ووایی او غوږ ورته کیږدي. په دغه مرکز کی باید نارینه اوسړی چی ډیره حوصله ولري، استخدام شی. ځکه خلک په مکرر ډول د تکراری سوالونو په باره کی پوښتنی کوي، او کم حوصله کسان به ونشی کولای چی دا دنده مخته بوزي. زه اوس هم یوه شمیره لرم چی حجاجو ته ورکول کیږي تر څو ورسره رابطه وشی او خپل ضروری مالومات تر لاسه کړي. دا شمیره د خواجه په نامه د وزارت د یوه چارواکی دی چی نه پوره او بشپړ مالومات ورکوي، نه ښه رویه کوي او نه په پښتو پوهیږي. مل فون(موبایل) یی بند وي که زه درواغ وایم تاسو ورسره رابطه وکړی او ویی ازمایست.
خواجه: ۰۷۰۰۰۶۵۱۰۱
کله می چی دده په اړه د حج او اوقافو له یوه مامور سره رابطه وکړه نو هغه راته وویل چی چاته به نه وایی، خواجه واقعا دیربده رویه کوونکی سړی دی. که تاسی یی ضرورت ګڼی نو ددغه چارواکی شمیره هم ستاسو درانه حضور ته وړاندی کولای شم.
په دغه مالوماتی مرکز کی باید د کار کوونکو تعداد زیات وی، ۲۴ ساعته خدمات وړاندی کړی، ښځینه او نارینه کار کوونکی ولري
حوصله یی کافی اندازه وی. مل فونونه یی تل چلان وي او باید ډیروی ځکه چی خلک ډیره رابطه کوی نو کیدای شی چی بیروبار به ډیر زیات وي او ټول خلک به ونشی کولای چی خپل ضروری مالومات په خپل لازم وخت کی لاس ته راوړي.
ټریننګ:
ټریننګ هم حجاجو او هم د وزارت کار کوونکو ته لازمی او حتمی دی:
اول حجاج: د حجاجو لپاره ټریننګ خورا اړین او لازمی دی ځکه:
الف: حجاج په غټ اکثریت کی بی سواده دي.
ب: افغان حجاج زیاتره په ډیر بوډا والی کی حج لپاره ارادتمند کیږي
ج: د حج د مناسکو په باره کی ډیر کم پوهیږي
د: دسعودی عربستان دقوانینو او دخلکو د کلتور په باره کی نه پوهیږي
ح: دهوایی ډګر دنزاکتونو په باره کی مالومات په بشپړ ډول نلري
خ: دځان سره د لوازمو اخیستلو په باره کی مالومات نلري. نه پو هیږی چی کوم لوازم اخیستل په کار دي او کوم باید وا نه خیستل شی تر څو ورته په هوایی ډګر کی ستونزی پیدا نشی
د پورتنیو نقطو په اړه څومره چی ما فکر کړی ټریننګ خورا اړین دی. ټرینران باید خورا با حوصله کسان وي، انرژی ولري. ایمانداره وی تر څو ځان تیر را تیر نکړی، ټرینران باید د ټریننګ په نوو اصولو بلد وي، ملایان هم تیرول را تیرول کوی دا په داسی حال کی چی ددین وارثین هم ګڼل شویدي. حتی دوی خپله حجاجو ته وایی چی هر ورځ راتګ لازمی ندی. او حجاجو ته وایی چی کله موهم غوښتل راشی تر څو د ټریننګ تصدیق درته و کړم. نو ټول کوشش یی دا وي چی خلک له مخی لری کړي. کله چی یو څوک ټریننګ وانه خلی هغه به د حج مناسک څنګه ادا کوي؟
د حج او اوقافو وزارت مامورینو لپاره ټریننګ:
الف: دموثر افهام او تفهیم په باره کی ټریننګ
ب: دمشتریانو سره درفتار په باره کی ټریننګ
ج: د عمومی مدیریت په باره کی ټریننګ
ح: دشخړو، او منازعو حل او مدیریت په باره کی ټریننګ
خ: د کال سنټر په باره کی ټریننګ (چی مامورین څنګه وکولای شی په ټیلیفون خلکو ته سیی او کره مالومات په ښه توګه وړاندی کړی)
د. دوزارت لخوا باید دمدرسینو لپاره ډیر جدی ټریننګونه په لاره واچول شی تر څو له هغو څخه په استفاده وکولای شی حجاج محترم ښه ټرینه شی .