کور / کره کتنه / شين خالۍ ناول (ناول ) نه دى

شين خالۍ ناول (ناول ) نه دى


دپېښورپه افغان ادبي بهير کې دشين خالۍ په نوم دسميع الدين افغاني له خواليکل شوي ناول راکړل شو،چې کورته ورسيدم نوپه لوستومې پيل وکړ نوموړي دشين خالۍ په نوم  کېسه ليکلې ده اودناول نوم يې ورکړى دى ،چې نه دکېسې اونه دناول په چوکاټ کې راځي .په کېسه اوناول کې مکان ،زمان ،منظرکشي، دپېښوټکراودخًبرولهجې په خپل ځاى کارول کيږي په دې کيسه ياناول کې دې يوآرته پاملرنه نه شوي ،
دمکان لپاره يوڅوځايه په گوته شوي ،ولايت ، ښار،کلى ،پوهنتون ،کور ،رستورانت ،اواروپا
له دې سره سره يې ژ‌بنۍ برخه بيخي کمزورې ده اودپښويه (گرامري )تېروتنې په کې ډيرې دي ،اوکمپوزر ته دې خداى نياو ورکړي هغه هم خپلې تېروتنې نه دي سپمولې
کمپوزربه وبښل شي خو دليکوال ژبنۍ تېروتنې  نه بښل کيږي ،دبيلگې په توگه يوڅوکليمې  راوړول اړين بولم
(خپل دمينې سندره )به( خپله دمينې سندره ليکل کيږي ،(خورلنډه )(خورلڼه ) ده ( گدر)(گودر) (ښوونځۍ)( ښوونځى)  دى  او( وگى)(وږى )دى (،مده)( موده)
(شدې)( شيدې)دي او(پوښتنو)ته( پښتنو)ليکل شوي ،(کاوه) ،(کوه )(احساساوه) ،  (احساسوه )نه ليکل کيږي
په دې کېسه يا ناول کې مذکراومونث ته هم پاملرنه نه ده شوې ،اوکېسه يې هم يوه رښتينې پېښه څرگنديږي ،خيالي نه گڼل کيږي