کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دولت دفيل په غوږ كې ويده دى

دولت دفيل په غوږ كې ويده دى

رفيع الله روشن
Rroshan000@gmail.com
له هغې ورځې څخه راپدېخوا چې امريكايي او روسي ځواكونو د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ كې د ۲۵ميليونه امريكايي ډالروپه ارزښت د هيروئينو او مورفينو څلور لابراتوارونه د يولړ عملياتو په ترڅ كې له منځه يوړل ، دافغان دولت ،يوشمېر سياسي كارپوهانو او ځينو ملكي وګړيو غوسه يې راپارولې ده.
افغان ولسمشر حامدكرزي داكار چې دوى له افغان دولت سره په نه تفاهم او همغږۍ د اعمليات ترسره كړي داد افغانستان په داخلي چاروكې په ښكاره لاسوهنه وبلله او ويې ويل
چې داپه ملي حاكميت هم تېرى دى ، دولسمشر له دفتر نه په يوه خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي چې هېڅ حكومت او ځواك داحق نلري چې له افغان  دولت او افغان اردو او پوليسو سره بې له همغږۍ   اوپه خپل سر دافغانستان په خاوره كې عمليات ترسره كړي، ولسمشر كرزي ددي علمياتو د روښانه كولو په خاطرله ناټو ځواكونوڅخه په كلكه غوښتنه كړېده چې هر څومره ژر وي توضيحات دې وركړي ، همدارنګه ددې پېښې په اړه يواځې دانه چې ولسمشر او دهغه دفتر ناخبري وښوده بلكې دكورنيوچارو وزارت هم ورته څرګندونې كوي او وايي چې له دوى سره په دې برخه كې هېڅ اړيكه نه ده نيول شوې.
خوبل خوا بيا برعكس د روسيې هېواد د مخدره توكيو پرضد دمبارزې ددفتر مشر(وېكتور ايوانوف) بيا د ولسمشر كرزي او دكورنيوچارو د وزارت ادعاوې په كلكه دروي او وايي چې دغه عمليات دوى د تېرې پنجشنبې په ورځ سهار محال دننګرهار ولايت داچين په ولسوالۍ كې دپاكستان پولې ته څېرمه په يوه غرنۍ سيمه كې دافغان پوليسو په ملاتړ او همغږۍ سره زموږ دڅلورو انجنټانو او يوهلي كوپتر په واسطه تر سره شوي دي ، چې په ترڅ كې يې څلور لابراتوارونه له منځه وړل شي دي چې درې يې د هېروئينواو يويې هم د مورفينو لپاره استعمالېده، ايوانوف زياته كړه چې په عملياتوكې يې د لوړ كيفيت ۹۳۲كيلو هيروئين او ۱۵۶كيلو اپين (ترياك)له منځه وړل شوي دي ،ښاغلى ويكتور ايوانوف خپل دغه عمليات بريالي وبلل او دايې دمخدره موادو په ضد يو لوى ګام وبآله.
خوبل خوا بياځنيې افغان سياستوال داهرڅ د افغان دولت په بې غورۍ او په چاروكې د بې كفايتۍ نتيجه بولي دوى وايي كه چېرې چارواكي اوټول دولتي منسوبين خپلو دندواو مسؤوليتونوته ژمن او قايل واى نونن بۀ مو بهر نيو او زموږ هغه دښمنان چې هغوى ته زموږ د تېرتاريخ معلومات له موږ نه هغوى ته ښه معلوم دي ، نن هغوى زموږ په بې خبرۍ كې زموږ په خاوره كې عمليات كوي.
هغه څوك چې په زرهاو او لكهاو عسكر او مزدوران زموږ په خاوره كې مردارشول او بېرته خپل هېواد ته يواځې يو شخص هغه هم ګوډ اومات ورسېد نن زموږ په كور كې له موږ نه زيات بلد دي ،خوك نن زموږ دولت خپل كار په سمه توګه ترسره كول، نو نن به دغه عمليات ددوى لخوا تر سره شوي واى او دومره خبرې به نه پورته كېداى.
همدارنګه ډېر ملكي وګړي هم داكار د افغانستان له قوانينوسره خلاف او په ټكر كې بولي او وايي افغان دولت بآيد داكار بې پوښتنې پرې نږدي او پلټنه يې وكړي ترڅو په اينده كې ددغسې اعمالو مخه ونيول شي وداشان عمليات ترډېره حده پورې په افغان دولت او ځواكونوپورې اړه او تړاولري.
كه څه هم هېوادكې د ناټو د قواو سر لښكر ولس مشر حامدكرزي ته ددغو خپلسرو عملياتو په اړه توضيحات وركړل ، خو داددې معنى نه لري چې يوازې توضيحات دې كافي وي بلكې داضروري ده چې دبيا لپاره ددغه شان علمياتو مخه ونيول شي.