کور / تازه خبرونه / جمهوریت غوښتونکي : افغان جنګ به نور هم شدید کړو

جمهوریت غوښتونکي : افغان جنګ به نور هم شدید کړو

امریکایی خبري شبکه ( دِ سیګنل ) راپور ورکوی چی د امریکا په کانګریس کی د وسلوالې کومېټې غړی « هووارډ مک کیون » چی غواړي اوس د دې کومېټې مشر سی ، خبردارﺉ ورکړ چی زموږ اولین کار به دا وی چی د نړۍ په هر ګوټ کی د القاعده او د ده په وینا د هغه د تروریسټی ملګرو پر ضد جنګ نور هم شدید کړو چی د دې جبهې لومړنۍ کرښه افغانستان او عراق دی او خیر دی چی په دې کار کی وخت ډیر تیر سی خو مؤفقیت باید وګټو .
جمهوریت غوښتونکي چی اوس پسله انتخاباتو د کانګریس اکثریت سول ، غواړي د بارک اوباما هغه تش په نوم اعلان فسخ کړی چی ویلی یې وو د ۲۰۱۱ په جولای کی به د افغانستان څخه د امریکایی پوځ تدریجی راوتل پیل سی .
خو نظامی کارپوهان وایی چی د ویتنام د شکست پر مهال هم همدا جمهوریت غوښتونکي اکثریت وو ، مګر له هغه ځایه تر ۵۴ زرو تلفاتو زغملو وروسته په ناکامۍ سره راووتل .