کور / تازه خبرونه / روسيه: ناټو دي د افغان جنګ تاکتيک بدل کړي

روسيه: ناټو دي د افغان جنګ تاکتيک بدل کړي

په ملګرو ملتونو کي د روسيې استازي د خپل هيواد او د منځنۍ آسيا د شپږو نورو هيوادونو په استازيتوب ويلي ناټو دي په افغانستان کي خپلي جنګي تګلاري ته بدلون ورکړي.
د روسيې استازي ويلي دي چي ناټو دي د تروريزم مبارزه نوره هم چټکه کړي او هغوى دي دې ته نه پرېږدي چي د افغانستان له جنوب څخه د جګړې د فشار له امله شمال ته ولاړ سي.
د اسوشېټيډ پريس آژانس وايي د روسيې استازي وويل چي د ناټو له اوسنۍ کړنلاري څخه چي له امله يې په شمال کي د طالبانو نفوذ ډېر سوى دئ، دوى اندېښمن دي.
د روسيې استازي ويلي چي پر ماسکو سربېره، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغزستان هيوادونه هم اندېښمن دي.