کور / تازه خبرونه / کراچۍ:د الوتکې د غورځیدو پېښه د مړو شمیر شلو ته ورسید

کراچۍ:د الوتکې د غورځیدو پېښه د مړو شمیر شلو ته ورسید

د کراچۍ د هوابازۍ د چارواکو په ونیا د کراچۍ له نړیوال هواي ډګر سره نزدې د شخصي کمپنۍ یوه کوچنۍ مسافر وړونکې الوتکه راپریوتلې ده چې له امله یې په الوتکه کې ناست شل کسان د پېښې ښکار شوي دي ـ د هوابازۍ ویاند پرویز جارج لراو بر ویب پاڼې ته ویلي دي چې د پېښې ښکار شوې الوتکه د کراچۍ نه د داخلي سند بټ شاه سېمې ته روانه وه ـ نوموړي زیاته کړه چې کله الوتکه هوا ته پورته شوه نو پیلوټ هواي میدان ته خبر ورکړو چې د الوتکې په ماشین کې تخنیکي ستونزه ده ، او چې کله د هوایي میدان له خوا ته هغې ته د الوتکې بېرته د هوایي ډګر پله کړه نو هم هغه ځایې الوتکه وغورځیده ـ
نوموړي وویل چې دغه الوتکه د استوګنې د سېمې سره نزدې د پاکستاني فوځ د ولقې په سېمه کې په یو خالي میدان کې راپرځیدلې ده ـ د الوتکې بلیک باکس تر لاسه شوې دی او د پېښې په اړه پلټنې شورو شوي دي ـ
د یادونۍ وړ ده چې سږ کال د جون په میاشت کې هم د پاکستان په اسلام اباد کې د مسافر وړونکي الوتکې د غورځیدو په ترڅ کې یوسل او دوه پنځوس کسان مړه شوي وو ـ