کور / هراړخیز / د بنګله دیش بې ستري (۵)

د بنګله دیش بې ستري (۵)

(پينځمه برخه)   ((اقتصادى اړخ))

په يوه کورنۍ کې که يو تن ډوډۍ وخوري  نورو ګېډې خو نشي ډکيدلاى. نو ايا کله چې موږ خپله برخه وغواړو څنګه او په کوم وجدان موږ ته خودغرض واياست؟ تاسو چې يواځې خپله برخه خو څه کوې خو د نورو وروڼو په برخه مو هم خيټې اچولې دي.
(شيخ مجيب الرحمن)

هر يو عادي انسان زما په شمول که چيرې د پنجاب او ختيځ بنګال اقتصادي توپيرونو او نااميديو ته په ځير شي او د هغو حقايقو، عددونو او احصائيو ته پاملرنه وکړي نو ژر به دا څرگنده شي چې هيڅ د زغم وړ نه دي. د دې لپاره پوره او مکمل دليلونه شته. پاکستان د اقتصادى مرستى په هکله تل تر تله د امريکا، يوروپ او جاپان لمن نيولې ده. اوس څرګنده معلوميږي چې دا هيوادونه د پاکستان له خوا د پورو د ادا کولو لپاره حيران او وارخطا پاتې دي چې ګوندې که اسلام اباد وکولى شي چه د هغوى پور ادا کړي. نو دا سبب دى چې په پاکستان کې يې په اقتصادي هکله د واقعيتونو لاس ته رراوړل اسان کړى دى. يوه ټولي اقتصاد پوهانو چې د بنگال له رحمن سبحان کبيرالدين احمد او د هارورد د پوهنتون له ايدوارد ميسن، رابرت دارفين او ستينن مارلن څخه عبارت دى، په شواهدو او اسنادو سره ثابته کړې چې څنګخ بنگال د پنجاب له خوا د مستعمرې په توګه ساتل شوى دى. د هغو اسنادو څخه څو نمونې دا دي:
١- په ١٩٦٩-١٩٧٠ کلونو کې د پاکستان د يوه تن عايد له بنګال څخه په سلو کې يوشپېته زيات و. دا عدد لس کاله پخوا له دوه چنده څخه هم اوښت.
٢- په ١٩٥٠-١٩٥٥ کلونو کې ختيځ بنگال ته په سلو کې شل او پاکستان ته په سلو کې اتيا انکشافي بودجه ورکړل شوې وه. په ١٩٦٥-١٩٧٠ کلونو کې د اسلام اباد د ټولو غوړو او خوږو وعدو په برسيره بيا هم ختيځ ته په سلو کې پنځه ديرش او پاکستان ته پنځه شپيته فيصده بودجه منظور شوې وه. په دې حقيقت بايد سترګې پټې نه شي چې د ختيځ بنگال نفوس په سلو کې څلور پنځوس گڼل شوى.
٣- په وروستيو کلونو کې په سلو کې له څلويښت څخه تر پنځوس پورې پاکستان خپل هغه مالونه چې په بل ځاى کې يې د ټيټ جنسيت او لوړې بيې له هکله بازار نه درلود او مارکيټ يې نه شو پيدا کولاى ختيځ بنگال ته صادر او لېږلي دي.
٤- د ختيځ بنګال د صادراتو هغه کوم اسعار به چې پنجاب ته په لاس راتلل د مرکزى حکومت له خوا د پاکستان په پسمانيو باندې لګيدل چې په نتيجه کې د ختيځ بنگال د طبعي منابعو له بهير څخه عبارت وو. د طبعي منابعو دا بهير په وروستيو شلو کلونو کې يعنې تر ١٩٦٨-١٩٦٩ کلونو پورې يو ديرش بيليونو کلدارو يا دوه زره او سل مليون ډالرو ته رسيده.
٥- اسلام اباد پدې هکله چې د ختيځ بنګال اقتصادي عايد ولې لږ و، داسې دليل وړاندې کاوه چې هلته د نفوس د زياتوالي کلنى شمير زيات و. مگر برعکس داسې نه وه. د ختيځ بنګال نفوس په ١٩٤٩-١٩٥٠ کلونو کې له يو څلويښت مليونو څخه په ١٩٥٩-١٩٦٠ کلونو کې درۍ پنځوس مليونو ته ورسيده چې په لومړيو لسو کلونو کې کلنى زياتوالى دوه عشاريه نهه فيصده او په وروستيو لسو کلونو کې په سلو کې درۍ ښئي. په پاکستان کې په ١٩٤٩-١٩٥٠ کلونو کې د نفوسو شمير له دوه ديرش مليونو څخه پنځه څلويښت مليونو ته او په ١٩٦٩-١٩٧٠ کلونو کې نهه پنځوس مليونو ته لوړ شوى. چې په لومړيو لسو کلونو کې کلنى زياتوالى په سلو کې څلور او په دوهمو لسو کلونو کې دا زياتوالى په سلو کې درۍ عشاريه يوه ته رسيږي.
 پورتني شواهد بيله شکه د عوامي ليگ ادعا د اقتصادي اختناق په هکله د پاکستاني استعمار نمونې کيدلاى شي. دا خبره بايد ومنله شي چې د يحيى د رژيم د مريدانو له منځه ځينى اقتصادپوهانو چې يو يې هم له م.م. احمد څخه عبارت و، داسې وکولاى شول چې د خلکو مخ ته ځينى داسې احصايې وړاندې کړي چې داسې وښيي چې ګوندې دوى د اقتصادي اختناق د ختمولو په هڅه کې وو. په هر حال اقتصادي احصايې يواځې د کاغذ د تورولو مقصد په ځاى کولاى شي، مگر واقعاً د بشر د تعذيب او بيچارګۍ څخه چا ته څه نه شي څرګندولاى او نه په بشري چوکاټ کې دردناک حقيقتونه ځايولاى شي – کوم هغه څه چې د ختيځ بنګال په ايماندار اولس تيريدل. حتى پخپله يو پاکستانى لدې سره سره چې پاکستان هم کومه د شيدو او شاتو ځمکه نه ده، کله چې به ختيځ بنګال ته لاړ نو د هغه اولس بيچارګي او بيوزلي ته به هک حيران پاتې شو. په کراچۍ کې زما د شلو کلونو هستوګنې په موده کې ختيځ بنګال ته تللى يم. ما د هغه هيواد په اوږدو کې د سهيلي خوا تر وروستيو برخو پورې په کاکس بازار کې تګ او راتګ کړى دى. په همدې وخت کې دولس ځله راولپينډۍ، لاهور، پيښور، کوټه، زيارت، حيدراباد او سکور ته هم د تفريح او وظيفې اجرا کولو لپاره تللى يم. ما [هترا؟]، گلگت او قراقروم ته سفرونه کړي دي.
په دې سفرونو کې ما له الوتکې، گاډي، موټر، بس او په ختيځ بنگال کې له بيړۍ څخه ګټه اخستې ده او د چاندپور د مغنا له سيند څخه تر کولنې پورې په بيړۍ کې تللى يم. مگر څنگه چې د خپلو سفرونو پس منظر گورم د پاکستان يوه برخه هم د ختيځ بنگال په څير له توربختۍ سره لاس پر ګريوان نه وه او بيله کوم تردد څخه ويلى شم چې د ختيځ بنگال د  بېوزلي سارى نه ليدل کيږي. په شمالي صوبه سرحد کې پيښور ته نږدې پښتانه هم په مغارو کې اوسيږي او ژوند يې څه ناڅه د ختيځ بنگال د ژوند سره نږدې دى. او داسې په سند کې لکه څنگه چې گورنر جنرال رحمن گل دې خبرې ته، چې څنگه يوه کورنۍ چې شمير يې له اته څخه تر لسو تنو پورې رسيږي کولاى شي له شپږو تر څوارلسو بوجيو (خريطو) د جواريو او غنمو په عايد باندې ژوند وکړي شرموونکې خبره ده او هر ډول ټولنه به د هغو په ليدلو سر ټيټ کړي. خو بيا هم شمير يې کم او د هغه څه په انډول نه و چې په بنگال کې تيريدل. د پاکستان په عکس په ختيځ بنگال کې غربت او فقر په ښارونو او کليو کې يو شان ته و. د ډاکې په ښار کې د لاسي ريکشا کشوونکى چې د شپې کور او د لماستې ځاى يې هم هغه کړپه کړوپه رکشا وه له ډيرو تنگسياو او تکليفونو څخه وچې شونډې – الوتې بڼۀ په شل کلنۍ کې داسې بريښيده لکه د څلويښتو کلونو چې وي. او ممکن داسې ستړى ستومانه و لکه په باريسال کې کب نيوونکى (ماهيگير)، په چتگانگ کې ماڼو، په کاميلا کې خوارکى بزګر، او په سلهت کې د سړک د غاړې اناناس (پاين اپل – [بلوت-مڼه]) پلورونکى. د خوراکي موادو نارسايي، توبرکلوز، سابندي او نس خوږو اندازه بېشماره وه. داسې څه او په هغې اندازه خو د پاکستان په هيڅ برخه کې نه ليدل کيدل. د نارينه و جامې له يوه لنگ او يوه واسکټ څخه عبارت وې، او د ښځو داسې څه په غاړه وو کوم ې يواځې ټټر او نور فرضونه يې پټ او په ستر کې ساتلي وو. مگر په پاکستان کې ډيرو بيوزلو ښځو دوه يا درۍ تنه جامې، کميس، ساړى يا نور څه درلودل. په ختيځ بنگال کې دښځو “زيورات” له شنو گلانو څخه عبارت وو او بل څه يې نه لرل. په ورځ کې يې يو ځل ډوډۍ خوړله او هغه ډوډۍ هم له يوه لوښي پنډو وريژو او پاخه شوي “کب” څخه عبارت وه. د غوښې خوړل يا سپين ټکى “شيدې، مستې او نور” له امکان څخه لرې خبرې وې. مگر په پنجاب کې که په هر کور کې غوښه نه واى، خو شيدې او شړومبى خو به ورته رسيده.
د پاکستان اولس هم بيله شکه بيوزلى او فقير دى، مگر څه ناڅه ژوند کولاى شي. خو د ختيځ بنگال اولسونو  ټولو تر روحي شکنجې لاندې شپې ورځې سبا کولې او داسې څرګنديدل چې د ژوندانه مشکلاتو يې ملاوې ماتې کړې وې. يوه روحي غوره خبره خو دا وه چې په پاکستان کې وگړي د راتلونکي ښه ژوند په اميد کې وو، مگر زما بنگالي وروڼه داسې څرگنديدل چې نور يې نو له ژوند کولو څخه لاسونه منځلي وي او د ربړونو او مشکلاتو په مخامخ د مبارزې او مجادلې توان يې له لاسه ورکړى وي. هغه ترخه ننداره چې چې دې ربړونو او تورتم څنگه ګڼ اولسونه له پښو څخه اچولي وو، تر څو مې ژوند وي هير به مې نه شي.!
.د وظيفو او کارويش او موقع ورکول داسې نتيجې ته رسيدلي وو چى په سلګونو تنو د پوهنځيو فارغانو د چپړاسيانو وظيفى اجرا کولې او د ژوند تر پايه پورې به په هغه وظيفه کې پاتې کيدل. د ختيځ بنگال [دلته د کتاب له ٤٠ مخ تر ٤٩ مخ پورې نشته. هڅه به وکړم چې که وکولاى شم د کتاب انگريزي متن ومومم بيا به د ورکو شويو پاڼو  متن  پر ورزيات کړم. انشا الله تعالى. او که له چا سره د هغه انګريزي متن ‘THE RAPE OF BANGLADISH’  وي او را يې  کاندې، نو ستره مهرباني به يې وي. په درناوي] ….. وړاندې کيږي دا دي چې (په اولسونو کې يې داسې استعداد نشته!) د تودو او اولسونو څومره تعجيز ا ترټنه!! د دې تعجيز او ترټنې زغمل خو پريږده مگر پنجابي بيروکراسۍ د خپلو پروپاګندي چينلونو له لارې لا داسې هيله او غوښتنه کوي چې بايد د پاکستان پنځه اويا مليونه نفوس له دې خبرې خوند واخلي او هرکلى ورته ووايي!
د بيروکراسى پرمختگ له تشريفاتي غوړه مالى او چاپلوسى سره مستقيم تناسب لري. زما په هغه صحنه کومه چې مې په ١٩٥١ کال کې د ډاکې په کلپ کې د لمړي لپاره وليده هيڅ له ياده ولاړه نه شي. داسې چې د تمبوله (Bingo)  د بازۍ وخت پاى ته رسيدلى و چى يوه جوړه لوړ (ښځه ام ميړه) د کلپ له دروازې څخه راڅرگند شول. ټولې سترګې د هغوى په لور کږې شوې څو تنه تجاران په پښو ودريدل او د احترام کولو لپاره يې د هغوى په لور ودانگل. کله چې ما د دې احساساتو د علت پوښتنه وکړه، يوه بنگاي خبرنگار مې په ځواب کې وويل: “دا چيف سکرتر دى”! کله چې ورته ځير شوم نو سکرتر صاحب داسې اک کاوه لکه توبه نعوذ باالله چه خداى (ج) د خداى د مخلوق دليدلو لپاره ځمکې ته راښکته شوى وي.
يوه بله صحنه په کراچۍ کې وه چې دوو تنو مليونرانو دواړو د خپل زوى او لور د واده د مراسمو په هکله په خورا لوى هوټل کې لويه ميله جوړه کړې وه. د واده د کورنۍ غړو د دوه زره تنو ميلمنو په منځ کې خوراک څښاک کاوه چې د صنايعو د وزير د رارسيدو خبر ورته راورسيد. بيله درنګه چوپه چپتيا شوه. د بادنجانو اوبه يوې خوا او د چايو پيالې بلې خوا ته چپه شوې! کله چې دوى ور ووتل چې د هغوى احترامات په ځاى کړي، د چوپې چپتيا په منځ کې دډيرو په مخ مسکا شوه چې له شا څخه مو غږ واوريد چې: “آه بيا يې د کومې نوې فابريکې درخواست ورکړى دى.”
د ايوب خان رستوران چې دملي اسامبلې موقتي مرکز و، هم خورا په زړه پورې د تماشا او نندارې ځاى و. په هر ګوټ کې به د خلکو ټولي څرگنديدل. مگر غوره دا وه چې دا ټول لوړ رتبه مامورين او پنجابي غټان وو او نه د درنى اسامبلى غړي. هغه ډول چې به دوى خپلې گوتې او لاسونه د نورې قهوې او کيک د غوښتلو لپاره ښورولې، ډېرې شرم اوره وې. د هغوى د دې سپين سترګۍ او بى شرمانه حرکت په نتيجه کې زما ملگرى منصورى پوزې ته رسيدلى و او دا ډول تبصره يې وکړه: “دا بې پتان د پيسو لپاره نه مړيدونکې اشتهاوې لري. کله چې درۍ کاله مخ کې دوى اسامبلې ته راغلل په رکشاو کې به سپريدل او جامې يې له خريو نه پورته کيدې. اوس په تيوتاو کى سپريږي او جامو ته يې وګوره.”
These bloody fellows have insatiable appetite for money. When they first came to the assembly three years ago, they rode the rickshaws and their cloths were nit worth a domn. Now they drive Toyotas and look at those suits.