کور / تازه خبرونه / د سړک جوړه وني پروژه به ٩٠٠ تنو ته د کار زمينه برابره کړي

د سړک جوړه وني پروژه به ٩٠٠ تنو ته د کار زمينه برابره کړي

د ميدان وردګ ولايت مرکز ميدان ښار د پنځو استوګنيزو پروژو د سړکو رغولو انکشافي پروژه دامريکا دپرمختيايي ادارې د(۲،۳) ميليونه امريکايي ډالرو په مالي مرسته د ولايت والي محمد حليم فدايي لخوا دپټۍ په پريکولو سره پيل سوه .
دپرانستي په مراسمو کي چي د ولايت والي محمد حليم فدايي سربېره،په مشرانو جرګه کي د دې ولايت سناتورانو،دولايتي شورا غړو، د امريکاء دمتحده ايالاتو دپرمختيايي ادارې(USAID) استازو او دسيمي قومي مشرانو بر خه اخيستې وه.
فدايي د مزدورانو څخه وغوښته چي په پوره صداقت او هيواد پالني سره په نوموړې پروژه کي کارونه ترسره کړي چي له يوې خوا به ستاسو لپاره د يوې مړۍ ډوډۍ دترلاسه کولو سبب سي او د بلي خوا به نوموړى کار ستاسو په عبادت کي وشمېرل سي.
په دغه پروژه کي به دميدان ښار دپنځو استوګنيځو پروژو (هيواد مېني،اسمايي مېني،غازي محمد جان خان مېني،شهيد سردار داود خان مېني او اداري اصلاحاتو د پروژو په سړکونه باندي جغل اچول او هم دنوموړو پروژو پلي لاري او لښتي په اساسي ډول پاخه سي چي له امله به يې دميشتو اوسيدونکو سته ستونزي حل،د سيمي په زرګونو خلکو ته به کار پيدا او بالاخره دښار په ښکلاء او سمونه کي به دپام وړ رول ولوبوي.
نوموړي پروژه دامريکا دخلکو دپرمختيايي ادارې(USAID) د(۲،۳۰۹۵۰۱) امريکايي ډالرو په مالي مرسته د (CADG) دموسيسې لخوا په دې ولايت کي پيل سوه چي اته (۸) مياشتي به دوام وکړي هره ورځ به ددې ولايت (۹۰۰) تنه بې کاره ځوانان د(۳۰۰) افغانيو په مقابل کي په کار مصروف سي، دپروژې ترپايه پوري به په دريو مرحلکو کي ټول ۲۷۱۹ تنه سيمه ميشت اوسېدونکو ته دکار زمينه برابره سي.