کور / تازه خبرونه / د ناټو هلیکوپترونو ۴ پولیس او ۳ ملکی کسان ووژل

د ناټو هلیکوپترونو ۴ پولیس او ۳ ملکی کسان ووژل

د کاناډا ( ونکوور سن ) ورځپاڼه لیکی چی د جوزجان ولایت په « درز آب » کی طالبانو پر داخلی قواوو حمله وکړه او هغوی هم امریکایی هوایی ځواک د کومک لپاره وباله خو دوو هلیکوپترونو په غلطۍ سره څلور پولیس ووژل او ۱۳ نور یې زخمیان کړل .
ورځپاڼه زیاتوی چی په فراه ولایت کی امریکایانو ته اطلاع ورکړه سوه چی په یو موټر کی طالبان سپاره دي او هلیکوپترونو هم ډیر ژر بم وري پر وکړه خو وروسته یې ولیده چی یوه ښځه او دوه کوچنیان یې وژلي وو .