کندهار : د ١٤ وسله والو د وژلو ادعا وسوه
عطاالله محمدي
د کندهار ولايت مقام په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي افغان سرحدي پوليسو او ايتلافي ځواکونو په ګډه د ارغستان د ولسوال سيدعلي په ملتيا تېره ورځ د سهار له څلورو بجو بيا د ماښام تر شپږو بجو د ١٤ ساعته عملياتو په اوږدو کي د کندهار په ارغستان او معروف ولسواليو کي ١٤ وسله وال وژلي او ١٣ نور مشکوک کسان يې نيولي چي تر لومړنيو پلټنو ورسته به يا مجرم او يا هم بې ګناه ثابت سي.
ياد ځواکونو د ولسوال په ملتيا د ارغستان ولسوالۍ په کتاو، ولې، بغني، چغني او وچې غبرګي په کلو کي د دولت د وسله والو مخالفينو پر وړاندي په عملياتو کي د هغوى د ١٥ تنو د وژلو سربېره ددوى ١٣ عرادې موټر سايکونه، ٤ پايې مخابرې او ٣ ميله کلاشنکوفونه تر لاسه کړي دي.