کور / خبرتیا او پيغامونه / د لوبې مجلې اتمه ګڼه له چاپه راووته

د لوبې مجلې اتمه ګڼه له چاپه راووته

له پلازمېنې کابل نه په پښتو ژبه د لوبو او سپورټ لپاره د يوازينۍ مجلې لوبې اتمه ګڼه تازه له چاپه راووته او مينه وال يې په کابل او ولايتونو کې له مشهورو کتاب پلورنځيو نه ترلاسه کولای شي.
دا مجله چې د زراب شاه زهير په امتياز خاوندۍ او د رحيم ګل څاروان په مسؤل مديريت چليږي اوس مياشتنۍ شوې او تر ډېره د کرکټ د ملي لوبډلې سيالۍ او په هيواد کې د دې لوبې پر ودې ليکنې لري، دا ډول د ملي المپيک پر فعاليتونو هم رپورټونه پکې ځای په ځای شوي دي.
لوبه څلور څلوېښت مخه لري او په ښکلي ډيزاين او رنګه پاڼو کې چاپ شوې.
د لوبې اداره د خپلو مينه والو د ليکنو، سپورټي مرکو او فعاليتونو ورلېږلو ته ليواله ده او په اړوند يې مرستې مني.