کور / تازه خبرونه / سلامتي کونسل کې د هند د غړیتوب په پلوي،د پاکستان خفګان

سلامتي کونسل کې د هند د غړیتوب په پلوي،د پاکستان خفګان

تېره ورځ د هندو پارلیمان (لوک سبا) ته په وینا کې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوبامه ویلي دي چې امریکا د ملل متحد په سلامتي کونسل کې د هندوستان د همېشني غړیتوب پلوي کوي ـ ولسمشر اوبامه خپله نیم ساعته وینا کې وویل چې ولې نه د هند په څېر د نړۍ تر ټولو لوي جمهوریت او امریکا راتلونکي کې په ګډه کار وکړي ـ د اوبامه ددې بیان په غبرګون کې د پاکستان د بهرینو چارو وزارت اعلامیه جارې کړې ده ، چې پکې ویل شوي دي چې هند په سلامتي کونسل کې ددایمي غړیتوب سره به په سلامتي کونسل کې پیچدګیانې نورې هم سیوا شي ، ځکه چې هند د خپلو ګاونډیانې سره اړیکې او د کشمیر په لانجه کې د متنازعه رول لوبونکی دی ـ
هلته بیا د پاکستان سیاسي چارو پوهانو له حکومت څخه غوښتي دي چې د امریکا د هند په لور د زیاتې سرټیټې روسته دې پاکستان د امریکا په اړه خپله تګلاره کې بدلون وکړي ، او په قبایلي سېمو کې د طالبانو په پټنځایونو د امریکا د ډرون بریدونو په ضد دې کارواي او ناټو ته تېل وړونکو کنټېنرونو او ټانکرونو دې بندیز ولګوي ـ