کور / تازه خبرونه / بغلان:دپخوانې شاروال په ملاتړلاریون ترسره شو

بغلان:دپخوانې شاروال په ملاتړلاریون ترسره شو

دبغلان ولایت چارواکې وایی تیره ورځ په یوه بجې نږدی لسګونوخلکوددغه ولایت د پخوانې شاروال سرورې په دنده دپاتې کیدو په موخه په لاریون ترسره شو.

په دی وروستیوکې سرورې دمرکزلخوا د دندی ځنی ګوښه شوی اوپرځای یی نوی ښاروال یاد ولایت ته معرفې شوی وو.

دبغلان یوشمیراوسیدونکې وایی څرنګه چې سرورې دیاد ولایت دخوست ولسوالې دی نوښایی دهغوی په خبره داچاره قومی رنګ ولري.

ددی ترڅنګ دپلخمرې ښاراوسیدونکې وایی چې دښاردبیارغونې په برخه کې کارندی شوی اودرغونې کارونه ډیر پڅ روان دی. همدغه رازدمرکزی بغلان دمنګل ها په سیمه کې تیره شپه ناوخته دشخصې تربګنې په پایله کې دعبدالمنان په نوم یوکس په خپل کورکې ووژل شواوبل ټپې شو. مسوولین وایی دپیښې په تړاوڅوک ندی نیول شوی.