کور / تازه خبرونه / کندهار: طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کندهار: طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

دکندهار ولايت په معروف اوارغسان ولسواليو کې دافغان ځواکونو دعملياتو په ترڅ کې پنځلس وسله وال طالبان وژل شوي او ديارلس نورټپيان شوي .
دکندهار ولايت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددغه عملياتو په ترڅ کې له وسله والوطالبانوڅخه يوه اندازه وسله او څو موټرسايکلونه هم دپوليس لاس ته ورغلي دي .
ديوبل خبر له مخې دکندهار په ژيړۍ ولسوالۍ کې تيره ورځ ناوخته ديوماين په چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي دي .
په ورته وخت کې دکندهار ولايت چارواکې په ژيړۍ ولسوالۍ کې دوسله والوطالبانو ديوې زيرمې دکشف او ضبط کولو خبر ورکوي .