کور / تازه خبرونه / د سولي شورا: پر طالبانو د اوباما شرطونه اغېزمن دي

د سولي شورا: پر طالبانو د اوباما شرطونه اغېزمن دي

دسولي عالي شورا له وسله والوطالبانوسره دخبرو په اړه دامريکا دمتحده ايالاتونو دولسمشرباراک اوباما شرطونه اغيزمن بولي .
ددغه شورا سلاکار وايي که دحقاني شبکه هم له تاوتريخوالې څخه لاس واخلي دسولې له بهيرسره به مرسته وشي .
دامريکا دمتحده ايالاتونو ولسمشرباراک اوباما په خپلو وروستيوڅرګندونوکې ويلي که طالبان دافغانستان اساسي قانون ومني اودالقاعدي شبکې سره خپلې اړيکي پريکړي هغوى به هم له دغه بهيرڅخه ملاتړ وکړي .
په ورته وخت کې دبهرنيوچارو وزير زلمي رسول له سعودي عربستان څخه وغوښتل چې دافغانستان دسولې لپاره دمنځګړيتوب رول ته دوام ورکړي .
دا په داسې حال کې ده چې سعودي عربستان ولسمشر ويلي ترڅو به دسولې په خبرو اترو کې برخه وانخلي چې طالبانو دالقاعدي اونورو افراطي ډلو څخه لاس نه وي اخيستى .