کور / تازه خبرونه / افغان ځواکونه ٩٠٠ روزونکو ته اړتيا لري

افغان ځواکونه ٩٠٠ روزونکو ته اړتيا لري

دافغان امنيتي ځواکونو دروزنې لپاره نهه سوه نورو روزنکو ته اړتيا ده .
دغه څرګندونې په افغانستان کې دناټو ترچتر لاندې دافغان ځواکونو دروزنې عمومي قومندان جنرال ويکم کرويي دخپل ماموريت دلومړۍ کليزي په غونډه کې وکړې .
نوموړې ويلي سره له دې چې دافغان ځواکونو دروزنې پروسه په چټکۍ سره پرمخ ځي خو دبهرنيو روزنکو پرته به ګرانه وي چې تر دوه زره څوارلسم کاله پورې افغان امنيتي ځواکونه دخپل هيواد د دفاغ اوساتني چارې پرغاړه واخلي .