نوی مبارک دراتلوپه حال کی دی

د لراوبر اداره | نوومبر 9th, 2010


Jyllands – posten tirsdag d.2.11.2010
دپورته ډنمارکی ورځپاڼی څخه ژباړل شوی دی.
مصر: سره ددی چی اوازی داسی دی چی دمصرولسمشرحسن مبارک غواړی چی دولسمشری چوکی خپل زوی ته په واک کی ورکړی ولی سیاسی مبصرین په دی پروژه باندی ډیرباوری نه دی. دسیاسی مبصرینوارزونه داسی ده :داچی جمال مبارک فوځی زده کړی نلری نو دنوموړی چانس دی مقام ته لږدی
ولا میکاوی ددولتی ګوندغړی وایی: زماپه نظربه دابس ویWalaa Mekawy
چی نوموړی داوسنی ولسمشرزوی دی نو بایدجمال مبارک مسقیماً دګوندمشروی اووروسته دولسمشری مقام هم ترلاسه کړی.
مګردنوموړی دنظرسره نه یوازی په عواموکی مخالف شته دی بلکه ددوی دخپل ګوندپه دننه کی هم ډیره کی ورسره همږغی نه دی. سیاسی مبصرین علاوه کوی چی پورته نظریی به کوم ځای ونه نیسی، سره ددی چی یوکال کیږی چی دمصر په کوڅوکی دااوازی خپری دی چی ناست ولسمشر«حسن مبارک» غواړی چی خپل زوی دولسمشری پرمقام کښینوی. دسیاسی شنونوکوپه اندبیلابیل دلایل شته چی داچاره به بریالیتوب ته ونه رسیږی:
« ناست ولسمشر، مبارک باید دیوی فوځی په واسطه تعویض شی چی  جمال فوځی نه دی. هیڅ غیری فوځی دمصرهیوادپه داسی شرایطوکی چی داسراییلو سره فوځی ستونزی شتون ولری، نشی اداره کولای، ترڅوچی دفلسطین او اسراییلوترمنځ صلح رامنځته نشی.  که چیری هیوادیوکمزوری مشرولری اود هیوادپه دننه کی ستونزی رامنځته شی، ددی خطره شته چی حالات نورهم پيچلی شی.»


 

په قوی اټکل به یوملکی سړی مشرشی
دحسن مبارک دګوندیولوړپوری چارواکی، عبدالمونیم سیدپه لویه اندیښنه کی شو کله چی دجمال مبارک دټاکلوپه اړوند دولسمشردچوکی لپاره خبری ګرمی شوی دی، نوموړی خپل نظرداسی بیانوی:
« زه فکرنه کوم چی جمال مبارک به کله هم دمصرولسمشرشی. نوموړی د ولسمشرزوی دی مګرداشمالی کوریانه ده. دده موخه داوه چی په وروستی وختونوکی دشمالی کوریادولسمشرKim Jong-Is زوی، Kim Jong-Un دپلارپر
ځای دولسمشری چوکی ترلاسه کړه.»
« غټ چانس شته چی ترحسن مبارک وروسته یوغیری فوځی دهیوادمشری وکړی. زه ډاډه یمه چی راتلونکی ولسمشربه ونه غواړی چی په همهغه ډول چی دناست ولسمشرپه ډول دی، فوځی سابقه ولری.»
دخطرناکه ناروغتیااوازی
حسن مبارک تقریباً (۳۰) کاله کیږی چی دهیوادولسمشردی. نوموړی دفوځ په هوایی قوتونوکی دنده درلوده چی ددفاع وزارت مرستیال هم وه. کله چی ولسمشر انورسادات ووژل شونوموړی تشویق شوچی دولسمشری دنده پرغاړه واخلی.او نوموړی هم داچاره پرغاړه واخیسته. ډیرکسان په دی انددی چی دنوموړی فوځی وړتیاددی باعث وکرځیدل چی دمصرهیوادداتیامیلونووګړورهبری داسی وکړی چی کومه ډارونکی پیښه دنوموړی دولسمشری په دوران کی رامنځته نه شوه. مګردحسن مبارک دوژونکی ناروغتیااوازی دډیرپخواڅخه دی ولی هغه وخت ډیروباورته نژدی شوی کله چی نوموړی دروان کال په لومړیووختونوکی دالمان په یوروغتون کی عملیات شو.


امنیتی مشردولسمشری لپاره یووړاندیز دی
دجمال مبارک په اړوندداسی بیان کیږی چی نوموړی یوروڼ اندی، هوښیاراودښه ژبی خاونددی. مګربیاهم ډیرکسان په دی باورنه دی چی نوموړی به وکولای شی چی مصرپه ښه ډول اداره کړی په ځانګړی ډول به ډیره ستونزمنه وی چی دهغه غښتلی فوځ ښه رهبری وکړای شی کوم چی دنوموړی پلاردولسمشری دمقام په چاپیریال کی روزلی اوجوړکړی دی. ددغه مفکوری سره دفوځ مشران په بشپړ ډول همږغی دی کله چی دجمال مبارک دټاکلوپه اړوندبحثونه کیږی.
په اوسنی وخت کی دولسمشری دمقام لپاره دحسن مبارک ډیرمحرم اونژدی سړی سلیمان چی په عینی وخت کی دامنیت مشرهم دی، ډیریی نوم یادیږی. که څه هم نوموړی اوس د(۷۵) کالودی ولی دنوموړی لوړعمرددی باعث نشی کیدلای چی دهغه وړتیاته زیان ورسوی.دحسن مبارک په قول نوموړی ترلومړی وزیر،احمد نظیف وټاپ(لوړچارواکی دی) ته نژدی دی. اوهم دی وه چی دسولی دخبروجریان یی د فلسطین اواسراییلوترمنځ رهبری کاوه.
ځینی سیاستوال وایی چی کیدای شی چی سلیمان ولسمشرنه نشی ځکه نوموړی دواکمن ګوندغړی نه دی. ولی نوربیاپه دی باوردی چی دلاسلیکونوپه راټولولواو نوروتخنیکی عملیوپه کړنه سره دټاکلووړتیاپیداکولای شی.
مبارک هم بل ځل
دمصرددودپه بنسټ ولسمشراسعفأنه کوی. دوه مخکنی ولسمشران ددندی په درشل کی مړه شوی دی. ډیری په دی باوردی چی حسن مبارک به دولسمشری ددندی څخه ځان ګوښه نه کړی، ولی په یوه شرط، که معالج ډاکټران مشوره ورکړی چی کیدای شی دسالم سوچ وهلوقابلیت یی دلاسه ورکړی دی، نوپه دغه صورت به ددندی څخه استعفأوکړی. نوځکه داسی اټکل کیږی چی حسن مبارک به په راتلنکوټاکنوکی ځان دولسمشرپه حیث ونوموی. دنوموړی نژدی مشاورین هم داخبرمنی چی(۸۲) کلن ولسمشرحسن مبارک به بیاهم ځان دولسمشری دمقام لپاره ونوموی ولی دولسمشرلخواداخبرنه دی تأییدشوی.
دسیاسی شنونکوپه اندپه هرحال په کلکه سره هڅی روانی دی چی دواک لیږدون دناست ولسمشرڅخه وراتلونکی ولسمشرته په ارامه اومطمینه توګه وشی. که چیری ناست ولسمشرحسن مبارک بیاهم دولسمشری دمقام لپاره ځان ونوموی، بیله شکه له ده نه به وروسته په واک کی تشه رامځته شی. یوه مهمه دنده اوس داده چی په ټینګه حالات داسی باوری شی چی فوځی کودتاه ونشی ځکه ډیری کسان به په پوره باور هڅی وکړی چی داتشه ترحسن مبارک وروسته ډکولای
   شی.
دلویدیزوهیوادونودلچسپی
لویدیزهیوادونه هم ددی موضوع سره چی څوک به په یوټاکلی وخت کی دحسن مبارک بدیل وی، بی علاقی نه دی.
دلویدیزوالولپاره دمصرهیواددتیریدنی هغه لارده چی ستونزمنوسیموته لاره موندلای شی.
دلویدزوالولپاره په زړه پوری ده چی واکمن وکولای شی چی دمباحثی دروازی د ګډبازاردهیوادونواودامریکی لپاره پرانستلی وساتلای شی، سره ددی چی دخلکو عمومی مخالفت به داوښیی چی ګواکی واکمن داسراییلوسره ښی اړیکی لری. پای

Copyright Larawbar 2007-2024