کور / تازه خبرونه / کندوز:څه دپاسه ۷زره الکلې مشروبات وسوزول شول

کندوز:څه دپاسه ۷زره الکلې مشروبات وسوزول شول

دسه شنبې په ورځ دکندوزامنیه قومندانې له لورې څه دپاسه اووه زره بوتله الکلې مشروبات دخلکوپروړاندی وسوزول شول. دغه الکلې مشروبات څه موده دمخه په شیرخان بندرکې د مخدره توکیوسره د مبارزی پولیسوله خوا نیول شوی وو.
دکندوز ولایت امنیه قومندان مل پسوال عبدالرحمن سیدخیلې وویل: چې دغه الکې مشروبات چې ۷۱۷۰ بوتله کیږی هغه مهال دپولیسوله لورې ونیول شوی کله چې قاچاق وړونکیو دګاونډی تاجکستان نه کندوز ښارته انتقالول هغه زیاته کړه چې په دی تړاوېې څو تنه قاچاق وړونکې نیولې دی چې دامهال دهغوې دوسیې په څارنوالې کې دڅیړنې لاندې دی.
دخلکوهغه راټولیدنه چې دالکلې مشروباتودسوزیدوپه موخه وه. یوتن دینې عالم فیض محمد دغونډی برخوالو ته هم داسلام مبارک دین له نظره دالکوڅښل اوڅرخلاوپه اړه اودهغې دزیانونوپه اړه خبرې وکړی . داپه داسې حال کې ده چې په تیروڅومیاشتوکې دادوهم ځل دی چې دشیرخان بندرپه لاره الکې مشروبات نیول کیږی.