کور / اسلامي / دتوحیداحکام اومسائل (پنځلسمه برخه)

دتوحیداحکام اومسائل (پنځلسمه برخه)

لیکنه : علامه محمدناصرالدین الالباني (رحمه الله)
ژباړه : مؤمن مهاجر(muhajir222@yahoo.com)


دتوحیدارزښت :
دتوحیدعقیده دانساني فطرت برخه ده :
الهي ویناده : (فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لاَ تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ )(الروم : ۳۰)
ژباړه : مخ دي حق دین ته کړه(پرتوحیدټینګ شه) دادالله هغه فطرت (اسلامي ملت اوتوحید) دی چي خلک یې پرې پیداکړي دي،دالله تخلیق نه بدلېږي (یعني فطرت مه بدلوه) دا محکم دین دی خوډېرخلک نه پوهېږي .(له همدې وجې دتوحیدپه پرېښودوباطل اوغلط عقائدخپلوي)
ټول انبیاء کرام علیهم السلام دتوحیدددعوت لپاره راغلي ول : 
(۱) الله جل جلاله وايي :
(وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلاَّ نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنَا فَاعْبُدُونِ ) (الانبیاء : ۲۵)
ژباړه : ترتاوړاندي موږهیڅ رسول نه دی لېږلی مګرداوحې موورته کوله چي بې شکه له ماپرته هیڅ پرحق معبود نه شته نوزماعبادت وکړئ .
(۲) یوبل ځای الله جل جلاله وايي: 
(وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولاً أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ ) (النحل : ۳۶)
ژباړه : بې شکه موږهرامت ته رسول ورلېږلی ووچي دالله عبادت وکړئ اوله غیرالله ځان وساتئ!
لاندي به دځينوانبیاء کرامونومونه ذکرکړو:
(۱) نوح علیه السلام :
(لَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ إِنِّيَ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ )
(الاعراف : ۵۹)
ژباړه : بې شکه موږنوح خپل قوم ته ورلېږلی وونوده ورته وویل : اې زماقومه! دالله عبادت وکړئ تاسوله هغه پرته بل معبودنه لرئ زه پرتاسودلويي ورځې له عذابه وېرېږم .
(۲) هودعلیه السلام :
(وَإِلَى عَادٍ أَخَاهُمْ هُوداً قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ أَفَلاَ تَتَّقُونَ ) (الاعراف : ۶۵)
ژباړه : اوعادیانوته موددوئ ورورهودورولېږئ ده وویل : اې زماقومه! دالله عبادت وکړئ تاسوله ده پرته بل حق معبودنه لرئ ایانه وېرېږئ؟
(۳) صالح علیه السلام :
(وَإِلَى ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ قَدْ جَاءتْكُم بَيِّنَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ هَـذِهِ نَاقَةُ اللّهِ لَكُمْ آيَةً فَذَرُوهَا تَأْكُلْ فِي أَرْضِ اللّهِ وَلاَ تَمَسُّوهَا بِسُوَءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (الاعراف : ۷۳)
ژباړه : اوثمودیانوته موددوئ ورورصالح ورولېږئ ده وویل : اې زماقومه! دالله عبادت وکړئ تاسوله ده پرته بل حق معبودنه لرئ،تاسوته دخپل رب له خواڅرګنددلائل راغلي،داستاسولپاره دالله اوښه ده دعلامې په توګه نو پرېږدئ چي دالله په ځمکه کي خوراک کوي،په ناولي نیت لاس مه وروړئ نودردناک عذاب به موونیسي .
(۴) شعیب علیه السلام :
(وَإِلَى مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ قَدْ جَاءتْكُم بَيِّنَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ فَأَوْفُواْ الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ وَلاَ تَبْخَسُواْ النَّاسَ أَشْيَاءهُمْ وَلاَ تُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ بَعْدَ إِصْلاَحِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ )
(الاعراف : ۸۵)
ژباړه : اومدین ته موددوئ ورورشعیب ورولېږئ ده وویل : اې زماقومه! دالله عبادت وکړئ تاسوله ده پرته بل حق معبودنه لرئ ستاسودرب له خواڅرګنددلائل درته راغلي تول اوپېمانه پوره کوئ اوخلکوته شیان کم مه ورکوئ،دځمکې تراصلاح وروسته په هغې کي فسادمه کوئ همداستاسولپاره غوره ده که ایمان لرئ .