کور / سياسي / په ټاکنو کې درغلۍ او اداري فساد او دخلکو اندیښنې

په ټاکنو کې درغلۍ او اداري فساد او دخلکو اندیښنې

په ټاکنو کې درغلۍ او اداري فساد او دخلکو اندیښنې

    د ولسي جرګې ددوهم پړاو په ټاکنو کې نیمګړتیاوې او بې سارې درغلۍ  دټولو هیوادوالو اندیښنې را پارولې دي ، دغه درغلۍ دومره زیاتې وې چې په تیرو لسو کالونو ټاکنو کې یې ساری نه درلود.
  د زیات شمیر هیوادوالو داعتراضونو او لاریونونو په دوام دروان کال دلړم میاشتې په یوولسمه نیټه دافغانستان دولسي جرګې غړو او نورو هغو کاندیدانو چې ددوی په وینا دولسي جرګې ددې پړاو په ټاکنو کې یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په حق کې ظلم کړی و مظاهرې وکړې دوی دغه انتخابات غیر قانوني وبلل اود بیا ځلي ټاکنو غوښتنه یې وکړه. د ولسي جرګې ددې پړاو په ټاکنو کې  د درغلیو زیاتره برخه تنظیمي زور واکو، محلي چارواکو او د دټاکنو د خپلواک کمیسیون کارکوونکو کړې دي، ځکه په ولایتونو او ولسوالیو کې زیاتره پخواني جنګسالاران واکمن دي او دډیرو په باوردغو کسانو یوازې هغو کاندیدانو ته  کار کاووچې ددوی دتنظیم غړیتوب یې درلود او یا یې نورې ګروپي ګټې سره شریکې وې سمه ایزو زورواکو او جنګسالارانو دټاکنو په جریان کې له خپلو ټولو امکاناتو څخه ګټه واخیسته او دخپلې خوښې وړکاندیدانو صندوقونه یې له جعلي رایو څخه ډک کړل.
په دغو ټاکنو کې تر ټولو زیات دټاکنو د خپلواک کمیسیون دکارکوونکو برخه زیاته وه.
ددغو پراخو درغلیو ډیره پړه ځکه دټاکنو د خپلواک کمیسیون په غاړه اچول کیږي چې دغه کمیسیون د پوره تجربو په درلودلو سره بیا هم ونه شوای کولای دهغو درغلیو مخه ونیسي چې مخه نیول یې ممکن و.
له بله اړخه خلک دټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرتابه بې طرفه نه بولي ځکه هغه دیوه تنظیم استازیتوب کوي او لکه څنګه چې څرګنده شوه دخپلې ډلې لپاره یې ډیرې خوارۍ کړې دي.
بل خو په دغو ټاکنو کې دټاکنو د خپلواک کمیسیون دکارکوونکو له خوا د اداري فساد پراخې بیلګې تر سترګو شوې دي.ځکه خو هم ډیرو خلکو خپل شکایتونه د هیواد عدلي او قضایي ارګانونو ته وړاندې کړي دي څو یې غوښتنو ته رسیده ګي وسي او په ټاکنو کې دپراخ تقلب او درغلیو او داداري فساد موارد په کلکه او عدلانه توګه وڅیړي.
ویل کیږي دټاکنو د خپلواک کمیسیون کارکوونکو په زیاترو مرکزونو کې له شتمنو کاندیدانو پیسې اخیستلې او دپیسو په بدل کې یې له رایو څخه د دغو کاندیدانو صندوقونه ډکول.او دلته او هلته له ډیرو کاندیدانو څخه اوریدل کیږي چې څومره پیسې ترې غوښتل شوې چې دټاکنو دګټونکو په لست کې یې نوم ولیکل شي او داهم اوریدل کیږي چې ځینو کسانو ډالر ورکړي چې نومونه یې د ګټونکو په لست کې راغلي دي.
دافغانستان لویې څارنوالي دغو مواردو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دوی ته دټاکنو په خپلواک کمیسیون د اداري فساد په اړه دیر شکایتونه رسیدلي دي او دوی به یې بررسي کوي. خو دټاکنو خپلواک کمیسیون ددوی خبرې رد کړې او ویې ویل چې نه لویه څارنوالي او نه هم ستره محکمه دا واک نه لري چې په ټاکنو کې درغلۍ او په دې اړه داداري فساد په ارتباط بررسي وکړي.
اوس پوښتنه داده کله چې دټاکنو د خپلواک کمیسیون په چارو کې د اداري فساد بې شمیره بیلګې موجودې وي او خلک شکایت کوي ، دټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرتابه یې هم غږ نه اوري نو ددوی شکایتونو ته به څوک ځواب وایي؟
په کاپیسا ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنو ته یوه کاندید له رسنیو سره په مرکه کې وویل دټاکنیزو شکایتونوکمیسیون ددوی د نهومرکزونو رایې ځکه باطلې کړې چې د رایي ورکولوپاڼې سره سنجاق شوې نه وې، او ځینو قلم خورده ګي لرله په داسې حال کې چې هلته میشتو افغان او بهرنیو ځواکونو په دغو سیمو کې په ټاکنو کې د درغلیو نشتوالی هم تایید کړی دی.دغه کاندید وایي که داسې موارد چې دټاکنیزو شکایتونو کمیسیون یې یادونه کوي ، موجود وي نو دوی باید دانتخابانو له کارکوونکي څخه وپوښتي نو په دې کې دکاندیدانو څه ګناه ده چې د رایو پانې سمې نه دي سره جوړې شوې.
اوس نو دغه او دې ورته پټ او ښکاره ډیر شمیرموارد چې دهیواد قضایي او عدلي ارګانونه ونه څیړي نو څوک به یې وڅیړي.په کار ده دولت او دهیواد عدلي او قضایي ارګانونه دټاکنو د خپلواک کمیسیون او دټاکنیزو شکایتونو دکمیسیون کارونه په جدي توګه وڅیړي او دخلکو پوښتنو او غوښتنو ته قانع کوونکی ځواب ووایي.