کور / تازه خبرونه / دولت: بهرنيو کارکوونکو ته د افغانستان ويزه نه ورکوو

دولت: بهرنيو کارکوونکو ته د افغانستان ويزه نه ورکوو

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي تر دې وروسته هغو بهرنيانو ته د افغانستان ويزه نه ورکوي، چي دې هيواد ته د کار دپاره راځي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول ويلي چي له دې کاره يې موخه افغانانو ته د کار موندني زمينه برابرول او د امنيتي اوضاع کنټرولول دي.
د بهرنيو چارو وزارت ويلي تر دې وروسته به يوازي هغو فني بهرنيانو ته د کار کولو ويزه ورکول کېږي، چي افغانان يې نسي ترسره کولاى.
پر افغان حکومت له ډېره وخته نيوکه کېږي، چي د خپل هيواد ځوانان يې د بېکارۍ له لاسه اېران، عربو او اروپايي هيوادونو ته مجبورېږي، خو دولت يې پاکستاني، هندي او بنګلدېشي کاريګرو ته په خپل هيواد کي د کار کولو وېزې ورکوي.
پر دغو بهرنيو په تېره پر پاکستاني کاريګرو باندي نيوکي کېږي، چي د استخباراتي شبکو مامورين دي او د افغانستان د امنيت په خرابولو کي ونډه لري.