کور / تازه خبرونه / هلمند: په عملياتو کي ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

هلمند: په عملياتو کي ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دهلمند دوالي وياند وايي په سنګين ولسوالۍ کې دبهرنيوځواکونو او وسله والوطالبانوترمنځ په جګړه کې ديوې کورنۍ درې تنه وژل شوي اويوه مرمن ټپي شوې ده .
نوموړى زياتوي په وژل شويو ولسي وګړو کې يوماشوم،يوه انجلۍ اويودپاخه عمرسړى شامل دى
په همدې حال کې ددې ولايت دامنيي قومندانۍ دامنيت امر په نادعلي ولسوالۍ کې دګډو چانيزو عملياتوڅخه خبر ورکوي .
په ورته وخت کې په لومړي ځل يوشمير وسلې ديوپخواني جهادي قومندان لخوا ددې ولايت د ډاياک پروګرام ته وسپارل شوې .