کور / تازه خبرونه / روزګان: هالندۍ اپچي بيرته خپل هيواد ته ستنيږي

روزګان: هالندۍ اپچي بيرته خپل هيواد ته ستنيږي

هالنډي اپچه څرخکو پرون په وروستي ځل د ايساف په چوکاټ کي پوځي الوتني پای ته ورسولې ، د هالنډ د دفاع وزارت د خبر تر مخي دغه څرخکي به په افغانستان کي د اووه زره ساعته پوځي الوتنو وروسته په نژدې ورځو کي بيرته هالنډ ته والوزي . په خبر کي دا نه دي ويل سوي چي دطالبانو لخوا بريدونو له امله د لېږدول سوو الوتکو په شمېر کي کمښت راغلی که څنګه .
هالنډ د سږکال په اګست کي د ايساف په چوکاټ د روزګان ماموريت پای ته ورساوه ، خو يو شمېر اپچه الوتکو يې تر اوسه هم هلته فعاله پاته وې .
د يادوني وړ ده چي دوې ورځي مخکي باراک اوباما د هالنډ د نوي لومړي وزير سره په ټيلفوني خبرو کي په روزګان کي د هالنډيانو لخوا د ملي پوليسو د روزني په اړه ږغېدلی و .