کور / تازه خبرونه / د واده پر موټرونو د بمي چاودني د قربانيانو شمېر16 ته ورسېد

د واده پر موټرونو د بمي چاودني د قربانيانو شمېر16 ته ورسېد

لراوبر ته د وروستيو خبرونو تر مخي د سوات په سيمه مټه کښې پر وراباڼو پر بس باندې بمي بريد کښې د ناوکۍ په شمول شپاړس تنه ووژل شول ، او لس ژوبل شول ، په ژوبل شوو کښې د پنځو تنو ماشومانو حالت د پام وړ دى ، د لومبړنيو راپورونو تر مخه دغه يو ريموټ کنټرول بريد وه ، بريد د تحصيل مټه په سيمه رونيال کښې د وراباڼو څخه ډک بس باندې شوى دۍ ، په بريد کښې ټول شپاړس تنه وژل شوى دى ، په مړو په شمېر کښې د زياتوالي امکان دى ، وئيل کېږي چې په وژل شوو او ژوبل شوو کښې اکثريت د ماشومانو دۍ ، په ژوبل شوو کښې د پنځو تنو ماشومانو حالت د پام وړ بلل کېږي ، ځايي اوسيدونکو په وينا ژوبل او مړى ځايي خلکو روغتون ته رسولي دي ، خو بلخوا ته مرستندوي قواوې سيمه ته رسيدلې ده.