کور / تازه خبرونه / چمن: د جيلاني خان آڅکزي پر قتل درې ورځنى ماتم اعلان سوئ دئ

چمن: د جيلاني خان آڅکزي پر قتل درې ورځنى ماتم اعلان سوئ دئ

د بلوچستان ايالت په چمن ښارګوټي وروسته له هغه درې ورځنى ماتم اعلان سو چي په دې ښار کي د نيشنل عوامي ګوند مرستيال سردار جيلاني خان اڅکزى د نامعلومو کسانو له خوا ووژل سو.
سردار جيلاني خان وړمه ورځ ماځيګر مهال له چمن ښار څخه دباندي کور ته په لاره کي له وسله والي حملې سره مخ سو، چي له امله يې نوموړى له دوو نورو ملګرو سره ټپي او پرون يې په کوټه کي ساه ورکړه.
د سردار جيلاني خان اڅکزي پر مړېنه د ماتم په خاطر نن د چمن ښار ټول تړلى دئ، کندهار ته له بلوچستان څخه د ناټو ځواکونو اکمالاتي موټران هم بند دي او د چمن په ښار کي اضافي پوليس ځاى پر ځاى سوي دي.
بايد وويل سي چي د جيلاني خان اڅکزي د مړيني مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ او نه هم د بلوچستان حکومت د نوموړي د وژلو په تور څوک نيولي دي.