کور / تازه خبرونه / کندهار : پر بزګرانو کيمياوي کود او تخم وېشل کيږي

کندهار : پر بزګرانو کيمياوي کود او تخم وېشل کيږي

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په پنجوايي او ژړۍ ولسواليو کي پر بزګرانو کيمياوي کود ا و اصلاح سوى تخم وېشل کيږي . د خبرپاڼي په حواله چي په دې وېش کي هر نفر ته اته ګونۍ سپين او اته ګونۍ تور کيمياوي کود ورکول کيږي تر څو ور څخه په خپلو کرهڼيزو حاصلاتو د ښې ودي لپاره ګټه پورته کړي .
همدا راز د ژړۍ په ګاوڼد کي د پنجوايې په ولسوالۍ کي هم د خزاني کمپاين په ترڅ کي د کرهڼي او مالدارۍ رياست له خوا ٧٥٠ مځکه والو او باغوانانو ته دوې ګونۍ يوريا، يوه ګونۍ توره کيمايوي سره او ٥٠ کيلو اصلاح سوى تخم ورکول سوى دى .
ژړۍ او پنجوايي له ارغنداؤه وروسته د کندهار ولايت تر ټولو حاصلخېزه او د پراخو کرهڼيزو مځکو درلودونکي ولسوالۍ دي چي پکښي په زياته کچه د انګورو باغونه هم شتون لري .