کور / تازه خبرونه / روزګان: چاودني درې پوليس مړه او دوه ټپيان کړل

روزګان: چاودني درې پوليس مړه او دوه ټپيان کړل

چاودنه نن ماپښين شاوخوا دري بجي د روزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کي هغه مهال رامنځته سوه، چی د پوليسو پر رنجر ګاډی پر یو ښخ کړل سوی ماین برابر سو.
د روزګان دوالي معلم خداي رحيم په وینا چي یادی چاودنې دری تنه پولیس ووژل او دوه نوریې ټپیان کړه.
د روزګان ولایت د روغتيا چارواکی هم وايي چي دوى ته یې د يادي پيښي نه دري پوليس مړه او دوه ټپيان ور وړی دي .
تر دی دمه کومی ډلی دیادی پیښی په اړه څه نه دی ویلی .