کور / تازه خبرونه / هیلري کلنټن:مجاهدین امریکا جوړ کړي وو

هیلري کلنټن:مجاهدین امریکا جوړ کړي وو

د امریکا د متحده ایالتو د بهرنو چارو وزیرې هیلري کلټن منلې ده چې د شوروي اتحاد په ضد د افغان مجاهدینو د جوړولو کار امریکا پخپله کړې و،دغې ګوندونو کې شامل عناصرو ته تربیت ،پیسۍ او وسله هم امریکا ورکوله خو او اوس امریکا بېرته ددغو وسله والو ډلو په ضد عملیات کوي ـ یو امریکاي ټي وي چینل سره په خبرو کې آغلی هیلري زیاته کړه چې شوروي اتحاد ته د ماتې ورکولو په موخه امریکا د اسامه بن لادن په څېر خلقو ملاتړ هم کړی دی ـ او اوس امریکا دهغو اورپکو ګوندونو او عناصرو په ضد یو مخ عملیات شورو کړي کوم چې امریکا څه موده وړاندې پخپله جوړ کړي دي ـ نوموړې دا هم وویل چې د پاکستان په مرسته افغانستان کې تر ډېره حده کامیابي ترلاسه شوې ده خو تر بشپړ بریالیتوب پورې به خپلې هڅې جاري ساتي ـ هیلري کلنټن دا هم وویل چې پاکستان د افغانستان او هندوستان سره ترسره کونکي پخوانۍ تګلاره کې ورو ورو نرمي راولي او ددې هیوادونو ترمنځ دوستانه فضا ورځ تر ورځه زیاتیږي ـ
ددې ترڅنګ د امریکا د ټاسک فورس مشر رچرډ ارمټیج ویلي دي چې پاکستان د ترهګرو په ضد د زړه نه عملیات نه کوي ، او اوس هم داسې ترهګر شتون لري چې پاکستان دهغوي سره مرستې کوي ، او دغه عناصر په افغانستا کې په امریکایي ځواکونو او هندوستان کې په هندي ځواکونو بریدونه کوي ـ ارمټیج زیاته کړه چې که دا ځل په هند د ممبۍ حملو په څېر برید وشو نو د هند او پاکستان جګړه یقیني ده ـ
رچړډ ارمټیج دا هم ویلي دي چې که پاکستان خپله اوسنۍ تګلاره کې بدلون را نه ولي نو افغانستان کې امریکایي ځواکونه برې نه شي ترلاسه کولې ـ نو ځکه خو دې اسلام اباد د لشکر طیبه او حقاني شبکې په ضد ریښتوني عملیات وکړي ـ ارمټیج خبرداری ورکړی دی چې که پاکستان په خپل کې د موجوده اورپکو ډلو په ضد عملیاتو کې پاتی راغلی نو دا کار به د امریکا دپاره خطرناکې فایلې ولري ـ