کنړ: طالبانو امريکايي کوبرا هليکفټر راغورځولې ده

د لراوبر اداره | نوومبر 14th, 2010



 نن مازديګر۴بجې دکونړولايت وټپورولسوالۍ کتارکلي کې هغه امريکايي  کوبراڅرخي هليکافترچې په سيمه کې د طالبانو په مراکزوباندې دبريدپه موخه راغلې وه دطالبانولخواتربريدلاندې راغله اورانسکوره شوه چې پکې ټوله سپارلۍ يي ځاي په ځای په قتل رسيدلې ، دا خبره د طالب وياند ذبيح الله مجاهد لخوا په يوه خپره سوې بېړنۍ خبرتيا کي راغلې ده .

مجاهد دا هم ليکلي دي چي  په نوموړې سيمه کې د څو ورځو راهيسي سخته جګړه روانه ده چې تراوسه پورې۱۷امریکايي عسکرپکې په قتل رسيدلي اوڅلور تنه طالبان مړه او۸تنه ټپيان شوي دي . د نوموړي ددې ادعاو په اړه تر اوسه د دولت يا بهرنيو ځواکونو لخوا څه نه دي ويل سوي .

Copyright Larawbar 2007-2024