کور / تازه خبرونه / ناټو: په کونړ کي زموږ الوتکه نه ده ويشتل سوې

ناټو: په کونړ کي زموږ الوتکه نه ده ويشتل سوې

د ناټو ځواکونو هغه خبرونه رد کړل چي ګني طالبانو پرون په کونړ ولايت کي يوه کوبرا څرخکه ويشتلې ده.
ناټو وايي د روان کال له جولاى مياشتي راهيسي د دوى هيڅ الوتکه نه ده ويشتل سوې او دا کاملاً دروغجن خبر دئ.
د ناټو له خوا لراوبر ته رسېدلې خبرپاڼه وايي طالبانو ادعا کړې چي په کوبرا څرخکه کي ناست ټول سپرلي وژل سوي دي، خو خبرپاڼه وايي طالبان تر اوسه په دې نه دي خبر چي په کوبرا څرخکه کي سپرليو ته ځاى نسته يوازي دوو تنو پيلوټانو ته د ناستي ځاى لري.