کور / شعر / بازاري ځوان ته!

بازاري ځوان ته!

دا اوس درسره څــه دي د پرون خبرې پریږده
له فکـر نـه کار واخله د لړمون خبــرې پریږده
له سمې سیــده لارې کوږ د بل په اشـــارو ځې
تکل او هوډ د نشتــــــــه د بدلون خبرې پریږده
دستـــــــار د خپل نیکه د کړ بدل په خورو زلفو
بې موخې یې لالیـــــه د سمون خبـــرې پریږده
دا تا چې څه جوړ کړي درته وایم خیال پلو دی
د تورې تیـکی تش دی د پاڅون خبــرې پریږده
چې سپینــــــــــــه د جابر ته په ډګر خبره نه ده
بچو د انقــــــــلاب سره د یون خبــــرې پریږده
چې سر د پــــه لمبولکه پتنګ د ننــــــه نـــــکړ
د مینې محبت د پیوستــــــون خبــــــرې پریږده
عمل په خبر نه کوې پـــــه غورو شوې ستومانه
“همتـــه” لدې وروسته د پښتون خبرې پرېږده