کور / شعر / غزل

غزل

پــــــه زاره چـــــــــاودي رباتونوکي راتللي اوښکي
چي دي چشمــــانو تر منزل رارسیــــــدلي اوښکي
ښایي دزړه پـه غره یې تنـــــــــــدر وو دغم پرې وتئ
سي په چینــــــــوکي دلیمـــویي خوټیدلي اوښکي
بیــګا دي تور تنــدر خپسکي وه سپوږمۍ نیولې
لکه شبنم دګل پـــــــه غېږکي څڅېـــــــدلي اوښکي
ګوره چي څه وخت به منـــــــــګولي دجابر وسوځي
دیتیم لپوکي نینې وې تــــرکېـــــــــــــدلي اوښــــکي
ښایي چي زیرئ دپردېس لالي راغـــــــــــــلئ ورتـــه
دبڼوڅوکوکښي ئی ورو ورو موسکېدلې اوښکي
جــــام دزړګي مې وخت دغــــــــــم په تناره ایښئ وو
چي مي په سترګوکښي ریحانه ایشېدلې اوښکي