کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / اختر په هندوستان کِي

اختر په هندوستان کِي

څنګه چي اختر د اسلام د دين له مخي د خوشحاليو څخه ډکه ورځ بلل کيږي او د ټولو مسلمانانوګډه خوشحالي ده، که په هيواد کي دننه وي او يا د هيواد څخه باندي وي، زموږ خوشحالي او هوسونه به هغه وخت لازیات وای چي د دردېدلوافغانانو له وجود (افغانستان) څخه ویني او له ژړېدلو سترګو څخه یې اوښکي نه بهېدلاى او په هیواد کي مو تلپاتې سوله او ملي پخلاینه برقراره وای.


له مسافرۍ سره- سره مي د دغي نېکمرغي ورځي په رارسېدو د خوښیو په سمندر کي طوفان را الوتی او هوسونه مي له ډېري خوښۍ څخه یا غي وه، خو کله چي به مي د خیال مرغه د ګران وطن لور ته والوت، نو د پښتنو چاودلو شونډو او تروړل شويو خنداګانو به په زړه کي ناقرارکړم، د هغوی سره مو د خواخوږۍ احساس دا اجازه نه راکوله چي اخترپه خوښیوسره ولمانځو. د اختر په شپه د سودا اخیستلو لپاره د حیدراباد په ښارکې ګرځیدم، د خوښیو نه ډکې نغمې مې اورېدې خلګ خوشحال وواو د ټولو پر شونډو موسکاوي خپرې وې، ځکه وطن یې هم په فزیکې هم معنوي ډول ودان دی، وګړې یې ټوله ملي ګټو ته درناوی او احترام لري،یوله بله یې د ورورۍ لاسونه ورکړي او یوه با امنه او ښکلې فضا یې جوړه کړې،او د ټولو وګړو (هندو، مسلمان، عیسوي او نورو…) یې هیله د سمسور وطن غوښتنه ده.


د اختر د لمانځه د ادا لپاره و عیدګاه ته ولاړو، چي هلته ګڼ شمېر مسلمانان راټول شوي او د اختر لمونځ یې په ډېره خوښۍ او بېله کومي وېرې پای ته ورساوه او د څښتن تعالی (ج) شکر یې اداکړ، حال دا چې دوی په یوه داسي ټولنه کي اوسېږي چې هلته ګڼ شمېر هندو مذهبه او د نورو ادیانو پیروان میشت دي. په هند (حیدراباد) کي د میشتو افغان محصلینو که څه هم د خوشحالۍ ورځ وه، خو د دردیدلو افغانوسره د خواخوږۍ احساس ورته د خوشحالیو اجازه نه ورکول او د خپل هیواد د مجهول راتلونکي په فکر کی ډوب ول. دا ولې ؟ د دې ستونزو عاملین څوک دي، چې بیچاره افغانان یې د غم پر ‎ټغر کښېنولي او د هغوی موسکاګانې یې په ساندو وربدلي کړي دي ؟


ای دمخلوقاتو پالونکي : داسي اختر پر مظلوموافغانانو راولې چي له وجود (افغانستان) نه ويني او له ژړېدلوسترګوڅخه یې اوښکي ونه بهېږي، داسي اختر چي وطن ته مو تلپاتې سوله او ارامي راولي، داسي اختر چي د ویر وریځي د لراوبر افغان وطن له اسمانه لیري کړي، داسې اخترچې ناروغان مو بهرته د درملني لپاره تلو ته مجبورنه شي او په هیواد کي دننه ورته روغتیا په برخه کړي، داسي اختر چي ویجاړوطن ته موتلپاتې سمسورتیا راولي. ای ربه ستا له دربار نه د یوه داسي اختر هیله کوو!!!