کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / آيا اوس افغانستان ملي سرود لري؟

آيا اوس افغانستان ملي سرود لري؟

 


لکه څنګه چې ټول هيوادوال پوهيږي افغانستان تش په نامه يو موټى هيواد دى چې د يو موټي خبرې اوس دلته په دې هيواد کې ريښتيا نه دي.


د نومبر په دولسمه نيټه  د چين په ګوانژو ښار کې د آسيايي هيوادونو ترمنځ د لوبو پيليدو پر مهال د ملي سرود پر ځاى د يوې افغاني سندرې خپريدل ددې ښکارندوي کوي چې  افغانستان يو واحد ولسمشر نه لري ، چارواکي نه لري او ملت هم نه لري هر څوک چې په هر ځاى کې واکمن دى خپله حکمروايي کوي او په اصطلاح سره خپل ډول ډنګوي.


چينايان چې ددغو لوبو کوربه دي هغوى خو نه پوهيږي چې د افغانستان ملي سرود څه شى دا د هغو کسانو کار دى چې د افغانستان  د المپيک په ملي کميټه کې کار کوي او بيا تر ټولو مهم په دې کار کې د هغو کسانو لاس دى چې په چين کې په افغان سفارت کې کار کوي او د چارو واګي يې په لاس کې دي.


داسې رپوټونه هم شته چې په چين کې په افغان سفارت کې يو افغاني تبعه ته د افغاني پر ځاى افغانستاني ليکل کيږي آيا دا د هغوى کسانو واک دى او که دې ته تعصب وايي؟


افغانانو او ددې خاورې اصيلو اوسيدونکو ترڅو تاسو په خوب کې ياست او ولې د خپل حق غوښتونکي نه ياست دا ستاسو حق دى چې پلټنه يې وکړۍ او هغو کسانو ته چې په تيرو نهو کلنو کې تاسو واک ورکړې او د نه سړي زامن وو او اوس غواړي چې ستاسو ځاى ډک کړي له واکه يې ليرې کړۍ.


تر اوس مو چې په لويديځ،خيتيځ او نورو سيمو کې وطنوال وژل کيږي د هغوى خو چا پوښتنه ونه کړه اوس ددې وار راورسيد چې د ملي سرود پر ځاى سندرې خپريږي.


زما په نظردې ته  ملنډې وهل وايي ځکه  دا خو د نانځکو  واده  نه  وو چې ماشومان يې سره لوبوي په نړيواله کچه دا د افغانستان حيثت دى .


هيله ده چې افغان چارواکي چې په راتلونکې کې ددغې مسلې ځواب ويونکي دي پلټنه وکړي او هغه کسان چې کوښښ کوي چې ددې خاروې نوم او نښان ور کړى په سزا يې ورسوي.